24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکابل دخلکو دسراسري شورا له خوا په ٧١٤ مستحقو کورنيو دځمکې نمرې وويشل شوې

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

د کابل د خلکو دسرا سري شورا درئيس ډا کتر سيد مخدوم رهين په شتون نن په اووه سوه څوار لسو راستنو شويو کورنيو دګل پاچا الفت په ښار ګوتى کې دځمکې نمرې وويشل شوې.

 د باختر اژانس دخبر له مخې، دځمکې دغه نمرې د کا بل د خلکو دسرا سري شورا د هلوځلو له ا مله اود مها جرينو دراستنولو د چارو ،د کرنې او او بو لګولو اود ښار جوړولو د چارو د وزارتو نو او کا بل ښاروالۍ په پا ملرنې سره برا برې شوي دي .

ډاکتر رهين په هغه غونډه کې چې له همدې ا مله جوړه شوې وه ددې ترڅنګ چې د کا بل يو شمير هغو ښاريا نو ته چې د مها جرت ژوند يې پاى ته رسو لى او هيواد ته را ستا نه شوي دي ، دځمکې د نمرو د ويشلو لپاره داسا نتياو د برابرولو په لاره کې ددولتي مرکزو نو د هلوځلو له ا مله مننه و کړه او ويې ويل: کا بل ښاريا نو د جګړې په وخت کې زيا تې ستو نزې زغملى او زيات شمير يې بي ځايه او بي کوره شوي دي .

ډاکتر رهين دراستنيدونکو يوه اساسي ستونزه بې کورى وبلله ، څرګنده يې کړه چې بايد دغه ستو نزه حل شي.

 يوه تن را ستا نه شوي هيواد وال چې ددرې بسوى ځمکې سند يې د کا بل د خلکو د سرا سري شورا له لاري تر لاسه کړي و ، وويل:

زياته خوشحالى احساسوم چې زما يوه اساسي ستو نزه پاى ته ورسول شوه

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.