24 March 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لندن کې د ډار اچوونکې پيښې په باب دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت اعلاميه.

په لندن کې د ډار اچوونکې پيښې په باب دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت اعلاميه.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣ دبريټانيا دپارلمان مقرته څيرمه...

په بغلان ولايت کې دمجلس داستازي په يو غړي ناکام بريد.

په بغلان ولايت کې دمجلس داستازي په يو غړي ناکام بريد.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣ په بغلان ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له افغانستان څخه د شوروي ښکېلاکګرو ځواکونو د يرغل ورځ د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د سلواغۍ ٢٧
هغه غونډه چې په همدې موخه د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې جوړه شوې وه، د لغمان پر والي عبدالجبار نعيمي سربيره، د ولايت مرستيال شهزاده مظلوميار، د ولسمشر سلاکار عبدالهادي واحدي،  د لغمان اړوندو ادارو مسولينو، قومي مشرانو، ګڼ شمېر مجاهدينو او ځوانانو په کې ګډون کړی و.
په پيل کې د ولايت مرستيال شهزاده مظلوميار د پرانستونکې وينا ترڅنګ په خپلو خبرو کې وويل: (دا ورځ یوازې د یو فرد او یو قوم د خوشالۍ او بریالیتوب ورځ نه بلکې په ټوله کې د افغان سرښندونکي ملت د خوښۍ او کامیابۍ ورځ ده، کوم چې د میلیونونو کسانو د شهادت، معلولیت او مهاجرت پر اساس ګټل شوې ده.
نوموړي زياته کړه: د  وخت د یو داسې زبر ځواک سره هغه مهال ډغره وهل د لویو قدرتونو د وس خبره نه وه، خو ولې افغان مېړني ولس د خپل خدای ج په نصرت او همکارۍ وشو کولی چې په تشو لاسونو، د خپلو سرونو او وینو په نذرانې سره د وخت سرې لښکرې ماتې او له دې هېواد نه یې شرمېدلي رخصت کړي.
بيا په قومونو او قبايلو چاور کې د  ولسمشر سلاکار عبدالهادي واحدي د لغمان د ولایتي ادارې نه مننه وکړه چې  د دې ورځې د نمانځنې په پار  یې داسې پراخه غونډه رابللې ده. نوموړي له ولسونو څخه  هیله وکړه چې د خپلو ارزښتونو د ساتنې او د خپل نظام د ملاتړ په خاطر سره یو ځای شي، له بدبینۍ او بې اتفاقۍ نه لاس واخلي او د خپلو امنیتي ځواکونو سره د نا امنۍ د له مینځه وړلو په موخه ګډ کار وکړي.
بيا په وار سره د لغمان د عالمانو سراسري شورا مشر مولوي عبيدالله الکوزي، د ولايتي شورا استازی عتيق الله عبدالرحيمزي، مولوي عبدالغفور خميني او شمېر نورو خبرې وکړې.
دوئ  په خپلو خبرو کې د مجاهدينو ميړانې وستايلې او ترڅنګ يې زياته کړه: دا جنګ نړیوال دی؛ دا د افغانانو جنګ نه دی، اوس موږ ته په کار ده چې په ډېر احتیاط سره قدم پورته کړواو له دې ناروا جګړې څخه خپل ولس وژغورو، ځکه هغه خلک چې نن یې موږ د وتلو په مناسبت دغه ورځ نمانځو اوس بیا غواړي چې د پردې تر شا د افغانستان د دښمنانو په ملاتړ ودرېږي او یو ځل بیا دلته زموږ د وینو رودونه روان کړي.
په پای کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په خپلو خبرو کې د افغان مجاهد ولس ميړانو او د شوروي ښکېلاکګرو ځواکونو پر وړاندې د دوی د قربانيو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه.
نوموړي وويل: (د نن ورځې د پردیو دغه نوکران، ظالمان او د بې ګنا انسانانو قاتلان چې هره ورځ زموږ اسلامي او ملي بنسټونه را نړوي، زموږ ملي ارزښتونو ته سپکاوی کوي، پلونه او پلچکونه ورانوي او په ټوله کې د دې ولس د بربادۍ لپاره د نورو پروژې پلې کوي، د دوی او د هغه پروني ښکېلاکګر دښمن هیڅ توپیر نشته، ځکه چې هغوی هم هغه مهال بربادي رامنځته کړې وه او د بې اتفاقۍ اور ته یې لمن وهله او نن دوی هم د هغوی په څېر کارونه کوي).
ده په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د روسي ښکېلاکګرو سره په شا و خوا لس کلنه مبارزه کې په میلیونونو افغانان شهیدان، معلول او مهاجر شول، خو بیا یې هم افغان مېړني ولس د همت کمربند له ملا وتړه او د ازاد، خپلواک او سرلوړي افغانستان لپاره یې خپله سپېڅلې مبارزه او مجاهده جاري وساتله، د جګړۍ پرمهال یې د لس زرو په شا و خوا کې د وخت ښکېلاکګر سرتېري ووژل، همدارنګه د شپږو زرو په شا وخوا کې معلول او لادرکه شول او په پای کې دې ته اړ ایستل شول چې دا خاوره پرېږدي او د نړۍ په کچه خپلې ماتې ومني.
ياده دې وي چې نن څخه پوره اته ويشت کاله وړاندې په ۱۳۶۷ لمريز کال کې د شوروي اتحاد سرې لښکرې د افغان مجاهد ولس له لوري د سختې ماتې سره مخ او بلاخره دې ته اړه شول چې د افغانستان سپيڅلې خاورې پرېږدي او خپله ماته ومني.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.