27 May 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 درې څلويښت تنه دهېواد په بيلابيلو سيموکې ووژل شول

درې څلويښت تنه دهېواد په بيلابيلو سيموکې ووژل شول

-کابل باختر د غبرګولي پنځمه : په تيرو څلور ويشتو ساعتو...

 خبرتيا

خبرتيا

-کابل باختر د غبرګولي پنځمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا داطلاعاتو اوفرهنګ...

په پروان ولايت کې يوتن  دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو

په پروان ولايت کې يوتن دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو

کابل باختر د غبرګولي پنځمه : يوتن دپروان دامنيې قوماندانۍ دنشه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د تلپاتې پراختیايي موخو په اړه د ځوانانو ملي سمپوزیم

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_باختر د وري د مياشتې٣٠ مه
د متفکرو ځوانانو ټولنې په نوښت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکزکې د تلپاتې پراختیايي موخو په اړه د ځوانانو ملي سمپوزیم جوړ شو.
دغه لومړنی سمپوزیم د متفکرو ځوانانوله لوري د اقتصاد وزارت په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ( UNDP)، او په کابل کې د ډنمارک سفارت په مالي مرسته جوړ شوی او درې ورځې به دوام مومي.
دغه سمپوزیم په هیواد کې د تلپاتې پراختیا د اهدافو لپاره ترسره کیږي، او اصلي موخه یې په هیوادکې د تلپاتې پراختیا د اهدافو او د دغوهیلو د عملي کولو لپاره د مناسبو حل لارو د موندلو په خاطر د دولتي مقاماتو، کارپوهانو، علمي شخصیتونو، ملي او نړیوالو موسسو راغونډول دي.
د دې سمپوزیم ګډون کوونکي به د ځوانانو د کاري اجندا په چوکاټ کې یوه طرحه چې دولت، مدني ټولنې، کورنې او نړیوالې خیریه ټولنې، مدني فعالانو او شبکو، علمي شخصیتونو، پالیسي جوړونکو او سوداګرو ته د منلو وړوي، جوړه او نهايي کړي.
دا طرحه به د هر اړخیزو سلا مشورو او د څه باندې ۳۵۰ ګډون کوونکو له لوري چې د هیواد د ۳۴ ولایتونو د ځوانانو د استازو او نړیوال کارپوهان په کې شامل دي  تدوین او جوړه شي.
ددې سمپوزیم په پای کې به د هیواد د تلپاتې پراختیا د یوه جامع سند په توګه چمتوشي او وروسته به د هیواد له ولسمشر، اړوندو وزارتونو، مدني ټولنو او د ملګرو ملتونو له دفترونو سره شریک شي.
د دغه سمپوزیم په پرانیستغونډه کې د هیواد لومړۍ میرمن بي بي ګل رولاغني، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد او د UNDP مشر ګډون درلود، او د غونډې برخوالو ته یې رزښتناکه ویناوې وکړې او د متفکروځوانانو د ټولنې دغه اقدام یې وستایه او دوی ته یې په راتلونکوکارونو کې د لازیاتو بریو هیله وکړه.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.