24 August 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د ملګرو ملتو له استازي سره د سولې پر بهير خبرې وکړې

کابل_باختر د وږي د مياشتې١ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د...

پوهاند محمدرسول باوري مطيع الله روهيال وستايه

کابل \باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه : د اطلاعاتو او...

د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم پرانیستل شو

کابل_باختر د وږي د مياشتې١ د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بغلان کې دمرګاني او ويجاړونکو سيلاونو راوتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باخترد غويي دمياشتې ١:
بغلان ولايت نن  سهار  دمرګانيو  او ويجاړونکو سيلاونو د راوتلو ډګرو.
دغه سيلاونه د پرله پسې سخت اورښتونو له  امله د بغلان په  شپږګونو ولسواليو کې راووتل .
دلومړنيو رپوټونو  له مخې  په دغو سيلاونو کې تراوسه پورې دڅلورو تنو وژل کيدل تائيد شوي دي.
له بلې خوا مقامات وايي چې  ددغو سيلاونو دراوتلو له امله داستوګنې   په لسګونو کورونه ويجاړ شوي دي  اودبغلان ځينو ولسواليو ته  غځيدلي لارې دترافيکو پرمخ تړل شوي دي.
دبغلان ولايت له طبيعي پيښوسره دمبارزې د ادارې مرستيال ضياالدين دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ ددغو سيلاونو دراوتلو له امله څلور تنه وژل شوي ، داستوکې  اوويا کورونه ، دوه جوماتونه ،  په  لسګونو پلګوټي ، کانال ،سربنداو دخلکو په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه  له منځه تللې ده.
ده وويل ؛ د دغو سيلاونو د راوتلو له امله  دغه راز د خوست اوفرنګ _ جلګه ، بغلان ، کندز، او پلخمري  او د ايبکو ښار  لويې  لارې د ساعتونو  لپاره دترافيکو پرمخ    وتړلې .
. اوس دغه لارې  دژغورنې دټيمونو او دسيمو دخلکو په مرسته دترافيکو پرمخ پرانستل شوي  او د سيلاونو له امله  د بند پاتې کسانو او  د واټونو دپاکولو لپاره  هلې ځلې دوام لري.
دغو سيلاونو دبغلان ولايت په سلګونو کورنۍ له خپلو کورونو څخه بيځايه کړي دي.
دغوکورنيودخپلو خپلوانوکورونو  او يا هم  جوماتونو  او ښوونځيو ته يې   پناه وړې ده او ويل کيږي  چې انسان دوستانه مرستو ته اړتيالري.
دبغلان ولايت  يوه سيمه ييز مسوول عزيز الرحمن  وايي  چې  دڅيړنې ټيم  سيلاو ځپلو سيمو ته  تللي دي .
ده وويل   له لومړنيو څيړنو وروسته  به  د انسان دوستانه مرستو  انډې سيلاو ځپلو سيمو ته وليږدول شي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.