24 July 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کونړيان دحکومت ضد ايتلافونه نه شي زغملى

کونړيان دحکومت ضد ايتلافونه نه شي زغملى

کابل باختر د زمري لومړي دکونړ اوسیدونکي وايي :په حکومت کې...

 بلک هاوک هليکوپترونه  د روسي هليکوپترونو ځاى نيسي .

بلک هاوک هليکوپترونه د روسي هليکوپترونو ځاى نيسي .

کابل باختر د زمري لومړي : په افغانستان کې دناتودغوڅ ملاتړ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لغمان کې د شهيدانو او معلول شويو پولیسو له کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مهتر لام باخترد چنګاښ د مياشتې ۲۶ مه
د جمهور رېیس د خاصې پېرزوينې له مخې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د لغمان ولایت اړوند د پولیسو په لیکو کې د شهیدانو او معلول شویو پولیسو له ( ۱۰۲ )  تنو وارثينو سره د کورونو جوړولو په موخه شل میلیونه او څلور سوه زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه
د باختراژانس د خبر له مخې په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو، د لغمان ولايت امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد په تېرو څو کلونو کې د ټولو امنیتي ځواکونو او په ځانګړې توګه د پولیسو په قربانیو او سرښندنو خبرې وکړې.
د لغمان د ولایتي شورا رېیس محمد رفیع مموزي او قومي مشر حاجي شامرد خان بیا د شهیدانو کورنیو ته په اشارې وویل، چې ستاسې د اولادونو وینه له دې خاورې او ولس څخه د دفاع په لاره کې د حق د ثابېتېدو او د ولسونو د هوساینې لپاره تویه شوې، چې دغه د لغمان د هر وګړي لپاره د ویاړ خبره ده.
دوی زیاته کړه څوک چې د دغې خاورې، ولس او نظام د دفاع په لاره کې شهیدانيږي، د هغوی مبارزه په حقه او سپېڅلې شهیدان دي.
د شهیدانو او معلول شویو پولیسو د ورثه وو په استازيتوب جاوید سیار بیا د ملي یووالي حکومت او په ځانګړې توګه د هېواد دجمهور ر ېیس او د دغه ولايت رهبرۍ مننه وکړه، چې دغو کورنیو ته یې خاصه پاملرنه کوي او تر څنګ یې له ولايتي ادارې څخه هیله وکړه چې د شهیدانو د وارثينو لپاره د استوګنیزو نمرو د ویش په برخه کې خپله همکاري نوره هم زیاته کړي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وویل دولت د خپلو سرتيرو او افسرانو د ژوند د ښه والي لپاره بنیادي او ګټور پلانونه لري چې په پړاويزډول به پلي شي، چې ښکاره بېلګه یې د نننۍ نغدي مرستو ده، کوم چې دغو کورنیو ته د کورونو د جوړولو په موخه ورکول کېږي.
والي د ولسونو په یووالي، د نظام او ملي وسله وال پوځ په ملاتړ د ټینګار تر څنګ د شهیدانو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د ویش په اړه وویل چې دغه پروسه یې د کارونو په لومړیتوب کې ځای لري.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.