16 August 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دملي تياتر هنرمندانو د کلمه قرن په نامه نمايشنامه اجرا کړه .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه : دزمري دمياشتې...

 په خوست کې ديوې ليسې مدير شهيد کړى شو .

په خوست کې ديوې ليسې مدير شهيد کړى شو .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه : دخوست ولايت دغلنګ ليسې...

دپکتيکا ولايت عامه کتابتون او موزيم ته  نوې ودانۍ جوړيږي .

دپکتيکا ولايت عامه کتابتون او موزيم ته نوې ودانۍ جوړيږي .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتیکا کې د ځوانانو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-ښرنه باخترد زمري د میاشتې ۲۱ مه
د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو مدیریت او د ځوانانو پارلمان له لورې د ځوانانو نړیواله ورځ د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو،د پکتیکا د ولايت مرستيال عطاالله فضلي ځوانان د هیواد راتلوونکي وبلل او هیله یې وښوده چې همدغه ځوانان به د هیواد په ابادۍ، سوکالۍ او فکري رغونه کې مثبت رول ولوبوي.
فضلي وویل: افغان دولت ژمن دی چې ځوانانو ته په هره برخه کې د کار او زده کړو زمینې برابرې کړي تر څو ځوانان وکولای شي خپل هیواد، کور، کلي او ولس ته خدمت وکړي.
له بلې خواته د پکتیکا ولایت ځوانان وایي، د د زده کړو پر مټ به ستونزې له منځه وړي او د یوه روښانه راتلوونکي په موخه به ګړندۍ ګامونه پورته کوي.
دوی دغه راز له دولت څخه غواړي چې د پرمختګ په لارو چارو کې یې لاسنیوی وکړي او دوی ته د زده کړو ترڅنګ ښې کاري زمینې هم برابرې کړي.
د یادونې ده چې د پکتیکا ولایت ځوانان تر بل هر وخت اوس خپلو مسؤلیتونو ته ځير شوي او زده کړو ته یې مخه کړې ده.پای/رووفي

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.