20 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څلورمړي په فراه کې ترلاسه شول .

کابل/ باختر/ د لړم د مياشتې ٢٩ دفراه پوليسو پرون...

په پکتيا کې دحقاني دشبکې دمهماتو يوه ډيپو کشف شوه .

کابل باختر د لړم نهه ويشتمه : دملي امنيت دخاصو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د قانون حاکمیت اواداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن غرمه د قانون د حاکمیت او د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دويانددفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي  ادارې د برخلیک، د ځمکې د تدوین ملي کوډ په موخه د ادارو له تخنیکي استازو او متخصصینو څخه د جوړې کارګروه د ایجاد وړاندیز، د وثیقو دمحصول راغونډولو د نوي سیستم دجوړېدو او د محکمو د پرېکړود محصول په اړه بحث وشو.
په پیل کې د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي د قانون د حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا په اړه خبرې وکړې وې ویل، موازي ادارې په ځینو مواردو کې په اجرااتو کې د تناقض لامل ګرځي. له دې امله غوره ده چې د بنسټونو موخې واضح او د کارونو د تکرار مخه  ونېول شي چې په صلاحیتونو کې تنازع رامنځته نه شي.
حمیدي زیاته کړه، د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي ادارې د شتمنیو د ثبت په برخه کې ښه اقدامات کړي دي، ولې د شتمنیو ثبت لږ ارزول شوی. هغه په ټینګار سره وویل چې باید د بنسټونو موخې واضح  او د وظیفوي تداخل مخنیوي وشي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمدنادر نادري وویل، زموږ  ادارې دې له فساد سره د مبارزې په برخه کې له ګډوډ حالته راووځي او په منسجم او همغږي ډول دې کار وکړي.
هغه زیاته کړه: که چېرې د فساد پر ضد د مبارزې  اداره خپل کار ته دوام ورکړي غوره ده د فساد د وقایې او مخنیوي په اړه تمرکز وکړي، جرمي، کشفي او تحقیقي موضوعګانې دې بلې ادارې ته چې په دې برخه کې  مسوولیت لري، وسپارل شي.
د سترې محکمې رئیس قانونپوه سید یوسف حلیم وویل، د دولت په اساسي تشکیلاتو کې د قانون نه شتون یو نقصیه ده، ځکه فرعي قوانین د اساسي تشکیلاتو قانون پر بنسټ جوړېږي.
د جمهوررئیس دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش وویل، د دغې ادارې د برخلیک په اړه باید نهایي پرېکړه وشي. هغه زیاته کړه، موازي جوړښت په خپله د پرمختک مخه نیسي.
د جمهوررئیس دویم مرستیال وویل، د اداري فساد پر ضد مبارزې ادارې کارونه دې تفکیک شي، ځینې کارونه عملاً ټول بنسټونه ترسره کوي. هغه زیاته کړه: هرڅومره چې په کارونو کې شفافیت وي، په خپله له فساد سره مبارزه ده.
دانش څرګنده کړه، کشف، تحقیق او پرېکړه په عدلي بنسټونو پورې اړه لري او د شتمنیو ثبت هم یو له مهمو کارونو څخه دی، خو پوښتنه داده چې  ایا یوې موازي ادارې ته اړتیا شته که نا؟
هغه زیاته کړه، د شتمنیو ثبت دې یو خپلواک دفتر ته وسپارل شي او په عدلي او قضایي مرکز کې دې د لوی څارنوالۍ تر څار لاندې د فساد پر ضد مبارزې یو معاونیت جوړ شي.
د اداري فساد پرضد د مبارزې د تطبیق ستراتیژۍ د څار عالي ادارې رئیس سیدحسین فخري وویل، په دې اداره کې ډېر کارونه شوي او د شتمنیو ثبت د دې ادارې مهمه لاسته راوړنه ده. هغه زیاته کړه: په هېواد کې د پراخ فساد له امله له دغې پدېدې سره د مبارزې لپاره څو ادارو ته اړتیا ده.
فخري وویل، ښه ده چې زموږ د ادارې برخلیک وټاکل شي او د صلاحیتونو او دندو له پلوه چې هر تصمیم ونیول شي، موږ به د هغه مطابق عمل وکړو.
جمهوررئیس غني د ښاغلي فخري کړنې وستایلې او مننه یې ورڅخه وکړه چې په دغه موده کې یې منسجم تحقیقات کړي. هغه همداراز ټينګار وکړ چې موازي ادارې د اصلي ادارو کارونه نه شي کولی، نو موازي ادارې باید له منځه یووړل شي.
جمهورئیس وویل، په لویه څارنوالۍ کې دې د فساد پر ضد د مبارزې معاونیت جوړ شي چې چارې تعقیب کړي.
محمداشرف غني ټینګار وکړ، د شفافیت په خاطر د شتمنیو ثبت ارزښت لري او هر څوک چې په دولتي ادارو کې ګومارل کېږي، شتمنۍ یې باید ثبت شوې وي. هغه زیاته کړه، موږ به د شتمنیو په اړه معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي زمینه برابره کړو، ترڅو خلک د شخصیتونو د شتمنیو په اړه قضاوت وکړي.
وروسته د ځمکودخپلواکې ادارې رئیس جواد پیکار د ځمکو د تدوین ملي کوډ په موخه د ادارو له تخنیکي استازو او متخصصینو څخه د جوړکاري ټیم  جوړېدو وړاندیز وکړ.
هغه دې ته په اشارې چې د کاري ټیم اصلي موخه د عصري ځمکه والى لپاره د حقوقي زېربناجوړول دي، د ځمکو خپلواکې ادارې تر ریاست لاندې چې د دې ادارې او اړوند بنسټونو د حقوقي او تخنیکي ټیم څخه د کاري ټیم جوړېدو، کاري ټیم د سکرتریت د چارو پرمخ بېولو په خاطر د انکشافي بودجې تدارک او د ملي او بین المللي متخصصینو استخدام غوښتونکی شو.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، ځمکه د فساد اساسي لامل وو او په تېرو کلونو کې ډېرې دولتي ځمکې غصب شوي دي چې موږ یې دولت ته د بېرته ورګرځېدو په لټه کې یوو.
هغه زیاته کړه چې د جایدادونو مصؤنیت ډېر مهم دی او د ځمکو پالیسي د حکومت یو له موثرو کارونو څخه دی چې باید تطبیق شي. هغه د دې ادارې د رئیس وړاندېز چې د ځمکو د تدوین ملي کوډ په موخه د ادارو له تخنیکي استازو او متخصصینو څخه د کاري ټیم جوړېدل، منظور کړل. 
وروسته د چارو ادارې عمومي ریاست مرستیال شعیب تیموري د وثیقو د محصول د راغونډولو او د محکمو د پرېکړو پر محصول خبرې وکړې وې ویل چې مالیې وزارت، ستره محکمه او د افغانستان بانک د وثیقو د محصول د راغونډولو او محکمو د پرېکړو پر محصول کار کړی او موږ غواړو چې عواید په جدي ډول راټول شي او د کاغذي تعرفو چې د عوایدو د حیف و میل کېدو لامل ګرځي، مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړه چې د استاد سرور دانش تر نظر لاندې دی له اړوندو بنسټونو سره یوه کمېټه جوړه شي چې د وثیقو د محصول د راغونډولو او محکمو د پرېکړو پر محصول بحث وشي.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل چې موږ باید په راتلونکو څلورو کلونو کې د عوایدو راغونډولو په اړه واضح اسناد ولرو او د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت سرپرست چې تازه په دنده ګمارل شوی د سیستمونو ډېره برخه الکترونیکي کړی چې د عوایدو په راغونډولو کې به مرسته وکړي.
د غونډې په پای کې د افغانستان لپاره د اروپایې اتحادیې ځانګړي استازي مایکل میلبن چې په افغانستان کې یې ماموریت پایته رسېدلی دی له جمهوررئیس څخه د هغه فرصت له امله چې د اروپایي ټولنې د دفتر مسوولینو ته یې د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا او نورو غونډو کې، برابر کړی مننه وکړه وې ویل چې ستاسې په رهبرۍ مهم کارونه ترسره شوي دي. هغه زیاته کړه چې اروپایي ټولنه به د افغانستان تر څنګ وي.
جمهوررئیس هم له افغانستان سره د اروپایي ټولنې له همکاریو مننه وکړه، وې ویل چې تاسې د بروکسل او اروپایي ټولنې په کلني کنفرانس کې زموږ همکار وئ. هغه د مایکل میلبن لپاره په راتلونکو دندو کې د لازیات بریالیتوب هېله وکړه.

Last modified on Wednesday, 16 August 2017 19:52

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.