اعلاميه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دوږي دمياشتې ٢٢  نيټه  :
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا اعلاميه
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د خپلو نوبتي غونډو په لړکې په دې وروستيو وختو کې غونډه وکړه او د مهمو موضوعګانو او مسئلوپه باب يې هر اړخيزې خبرې وکړې او دغه اعلاميه يې صادره کړه:
١_ شورا يوځل بيا د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د غړي او د کاپيسا ولايت د عالمانو شورا د رئيس مولوي ګل محمدحنيف يار شهادت چې د دين او هېواد د دښمنانو له خوا ترسره شوى دى، په کلکه غندي او دا کار د ټولو اسلامي او انساني موازينو پرخلاف بولي.
له بده مرغه د عالمانو شورا د غړو شهيدانول د دغې شورا د جوړيدو له پيل څخه تر اوسه پورې دوام لري.
له مسوولو امنيتي مقاماتو او بنسټونو څخه په جدي توګه غوښتنه کيږي چې د عالمانو د امنيت په ساتنه کې دې له پخوا زيات خپل مسووليت ته ځير شي. ددغو قضيو عاملان دې د قانون منګولو ته وسپاري او په راتلوونکوکې دې له پخوا زيات د دغه شان پيښو مخه ونيسي .
٢_ شورا هغه ځانمرګي او وسله وال بريدونه چې په دې وروستيو وختوکې  د هېواد په بېلابېلو سيموکې ترسره شوي دي، په تېره بيا د کابل ښار د يوولسې ناحيې د امام زمان جومات او د هرات د جواديه جومات په لمونځ کوونکو بريدونه او د ميرزا اولنګ يو مخيزه وژنه غندي او دا کار يې غير اسلامي او غير انساني عمل بولي چې د دين او هېواد دښمنان په دغه شان بريدونو سره غواړي د اسلامي مذهبونو د پيروانو ترمنځ تفرقه پيدا کړي. دا جوته ده چې تروريستان په هيڅ او مذهب پورې اړه نلري، په ديني ارزښتونو باور نلري او شعايرالله او مقدسه اماکنو ته هيڅ درناوى نلري. شورا د افغانستان مسلمان ملت يو ځل بيا يو والي او پيوستون ته رابولي او له درنو سني او شيعه عالمانو څخه غواړي چې د هېواد مسلمان ملت ورورولۍ او پيوستون ته رهبري کړي او پرې نږدي چې د شيعه ګانو او سنيانو ترمنځ د تفرقې د پيداکولو په لاره کې د اسلام د دښمنانو  دسيسې برياليتوب ته ورسيږي.
٣_  شورا د هېواد د جمهور رئيس د هغې بلنې چې د نيکمرغه لوى اختر په مراسموکې يې د سولې له بهيرسره د پيوستون په موخه وسله والو مخالفانو ته  ورکړې ده، ملاتړ کوي او په هېوادکې د روانو ستونزو د حل يوازينۍ لاره د بين الافغاني خبرو او مفاهمې له لارې د دايمي سولې او ټيکاو تامينول بولي او يو ځل بيا له مخالفانو څخه غواړي چې د سولې د خبرو له لارې دې په هېوادکې روانې ويجاړتياوې او وينې توئيدنې پاى ته ورسوي.
٤_ شورا د بهرنيوځواکونو له خوا د پروان اوکاپيسا په ولايتونوکې د تبليغاتي پاڼو خپرول چې په هغوکې د اسلامي مقدساتو سپکاوى شوى دى، په کلکه غندي او له هغوى څخه غواړي چې د دغه جنايت عاملان مجازات او په کلکه دې د دغه شان عملونو له تکرار څخه ډډه وکړي او د دغه مجاهد او اتل ملت اسلامي ولولې ټپي نه کړي.
٥_  شورا له مظلومو برمايي مسلمانانو سره خپل پيوستون او غمشريکي څرګندوي او د برما د مستبد او وينې څښوونکي حکومت ظالمانه او وحشيانه عملونه غندي او له نړيوالو ټولنو په تېره بيا د اسلامي هېوادونوله کنفرانس، د ملګرو ملتو له سازمان او د نورو نړيوالو سازمانونو څخه چې ځان د بشر د حقوقو مدافعان بولي، غواړي چې د برما د مسلمانانو مظلومانه غږ واوري او له هرې ممکنې لارې د برما په وينې څښوونکي حکومت زور واچوي چې د برمايي مسلمانانو له ځورونې او يو مخيزې وژنې څخه لاس واخلي او  خپل دغه انساني ضدعملونه بند کړي .
پاى \ف\ ذ

back to top