22 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيکا کې د سولې له بهير سره یوځای شوی ځوان ووژل شو

ښرنه باخترد سلواغې ۲ مه د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه...

په پکتیکا کې دوه تنه له وسلو او نشه یي توکو سره يوځای ونیول شول

په پکتیکا کې دوه تنه له وسلو او نشه یي توکو سره يوځای ونیول شول

ښرنه باختر د سلواغې ۲ مه د پکتیکا ولایت د امنیې...

په پکتيکا کې د ۱۱ ښوونځيو ترمنځ علمي سيالۍ ترسره شوې

په پکتيکا کې د ۱۱ ښوونځيو ترمنځ علمي سيالۍ ترسره شوې

ښرنه باختر د سلواغې ۲ مه د پکتیکا ولایت د ارګون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د دولت جوړونې قرارداد (SBC) د ښه پلې کولو په موخه د مشرتابه کمېټې دویمه غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلې  نولسمه
د دولت جوړونې قرارداد (SBC) دښه پلې کولو د مشرتابه غونډه د ماليې دوزیر اکلیل حکیمي، په مشرۍ پرون د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې دنوي ټاکلي شوي سفیر ښاغلي پیرمیاډون، د کانونو وزارت، د پلټنې عالي ادارې، مرکزي بانک او د عوایدو او ګمرکونو معینیت استازو په ګډون جوړه شوه.
دماليې وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د لوړ پوړي پلاوي (SOM) غونډې په بریالۍ تر سره کېدو، د دولت جوړونې قرارداد (SBC) په ښه پلي کولو، د پراختیایي بودیجې په لګښت، د ګمرکونو پیاوړي کولو لپاره په سیمه يیزې همکارۍ، د کانونو په برخه کې په اصلاحاتو او نورو اړوندو مسایلو خبرې وشوې.
د افغانستان حکومت په ۲۰۱۷ کال کې د دې قرارداد له لارې ۱۰۰ میلیونه یورو ترلاسه کړي دي، ټاکل شوې ده پاتې پیسې یې د ۲۰۱۸  کال له دقیقې اروزنې وروسته ترلاسه کړي.پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.