22 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په جوزجان کې په شمشاد ټلويزيون بريد وغندل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

شبرغان  \ باختر دلړم دمياشتې ١٨ نيټه  :
د جوزجان و لايت  درسنيو مسوولينو او خبريالانو  نن ديوې غونډې په ترڅ کې  دشمشاد ټلويزيون په مرکزي دفتر بريد وغانده.
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛  د رسنيو مسوولينو ددغه کرغيړن او ناوړه عمل په غندلوسره وويل  ؛  موږ ددغو وحشيانه عملونوپه ترسره کولو سره   له خپلې لارې څخه  نه ګرځو  او زموږ دښمنان نه شي کولاى  دبيان دآزادۍ ستونى خفه کړي.
دوى له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې درسنيو د کارکوونکو اودهغوى دکار دځايونو دامنيت دتامينولو په خاطر دې جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي او دا لومړى ځل نه دى  چې رسنې  د تروريستانو د بريد لاندې نيول کيږي.
پاى ؛ ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.