25 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيوسره مرسته .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې له...

طالبان دنشه يي توکو دتوليد کابو پنځه سوه لابراتوارونه لري .

نيويارک تايمز باختر د ليندي دريمه : دنيويارک تايمز ورځپاڼې...

په ننګرهار کې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ١٩ تنه ووژل شول .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې ديولړ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په روزګان کې د دوو ښوونځیو د جوړیدو چارې پیل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ترينکوټ باختر د لړم د میاشتې ۲۳ مه
د نږدې پنځلسو ميليونو افغانيو په لګښت د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د هندوستان هېواد په مرسته دوه ښوونځي جوړيږي.
د روزګان ولایت د پوهنې رېیس احسان الله ناشر د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې هر يو ښوونځی د اووه نيمو میلیونو افغانیو په لګښت سره جوړیږي چې هر يو به يې ۸ ټولګي او یوه اداري خونه ولري او په راتلونکی کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ناشر زیاته کړه چې څه موده مخکې يې د ترینکوټ اړوند د دره افشان په سیمه کې هم (چې اوس مهال دغه سیمه د وسله والو تر ولکې لاندې ده) د یوې لیسې د جوړیدو چارې پیل کړې، چې دا مهال يې ۳۵ سلنه کار بشپړ شوی دی.
هغه زیاته کړه چې په راتلونکې اوونۍ کې به د ترینکوټ اړوند د سفید خار سیمې د لېسې لپاره هم دودانۍ د جوړولو چارې پیل شي.
دى وايي چې سږ کال يې د ترینکوټ اړوند سیمو ګڼ شمېر ښوونځي هم ترمیم کړي او د ۸ ښوونځیو د ترمیم چارې اوس هم روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ښوونځۍ په داسې وخت جوړیږي، چې لا هم په دغه ولایت کې د ډيرو سیمو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.