25 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيوسره مرسته .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې له...

طالبان دنشه يي توکو دتوليد کابو پنځه سوه لابراتوارونه لري .

نيويارک تايمز باختر د ليندي دريمه : دنيويارک تايمز ورځپاڼې...

په ننګرهار کې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ١٩ تنه ووژل شول .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې ديولړ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يوشمير هېوادوال دسګرټو دتعرفې په سلو کې دسلوزياتوالي په نسبت دمجلس دتصميم له امله خوښي څرګندوي خو يوشمير نور له دغه تصميم سره موافقه نه لري .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
داستازو مجلس دتنباکو له محصولاتو څخه داستفادې دبندولو دقانون په تصديق سره دسګرټو تعرفه په سلو کې سل  لوړه کړه چې دغه تصميم دکابل ښاريانو دهرکلى او غبرګون سره مخامخ شوى دى .
داستازو مجلس له زياتو خبرو وروسته دغه تصميم نيولى دى .
  داستازو دمجلس  دمالي او بودجې دکميسيون مرستيال عظيم محسني په دې اړوند دباختراژانس خبريال ته وويل چې دمجلس ګډ کميسيون ددغې مسئلې په باب زياتې خبرې وکړې او په پاى کې دسګرتو  دګمرکي تعرفې په سلوکې دسلو له زياتوالي سره موافقه وکړه خو ځينې هېوادوال په دې باور دي چې  دګمرکي  تعرفې زياتوالي دسګرتو قاچاقو ته زياته زمينه برابروي .
دکابل ښار دمکروريان  اوسيدونکى نجيم الله وايي چې دګمرکي  تعرفې زياتوالي دسګرټو  دکارولو مخه نه نيسي بلکې په هېواد دسګرتو  قاچاق لاپسې زياتوي .
دده په باور دهېواد په پولو کې په سلګونو لارې شتون لري چې چارواکي  په دې باب هيڅ خبر نه دي .
په همدې ترتيب دسوداګرۍ  او صنايعو دخونو وياند خانجان الکوزي وايي چې دغه مسئله په دولت پورې اړه لري .
سوداګر په دې معامله کې زيان نه ويني ځکه په افغانستان کې نه تنباکو توليديږي او نه هم دسګرتو دتوليد فابريکه شتون لري .
ده څرګنده کړه چې دسګرتو دګمرکي تعرفې په لوړيدو سره ښايي دپاکستان له لارې قاچاقي سګرت افغانستان ته وارد شي  په دې صورت کې  دولت ته زيان  رسيږي  هغه عوايد چې له دې لارې ترلاسه کيږي دقاچاق وړونکو په جيبونو کې لويږي .
دکابل ښار يو اوسيدونکى عادل وايي زه دسګرتو دتعرفې په لوړولو  کې داستازو دمجلس  داقدام هرکلى کوم او زه هم دسګرتو  يو استعمالوونکى يم څومره چې دسګرتو بيه لوړه شي له هغو څخه داستفادې کچه ټيټيږي .
  دتنباکو له محصولاتو څخه داستفادې قانون دملي شورا له خوا په ١٣٩٣ کال کې تصويب شو دغه تصميم په داسې حال کې ونيول شو چې هم دولت دسګرتو دسوداګرۍ  له لارې زيات عوايد لري او هم په افغانستان کې دسګرتو کارونکي زيات دي .     ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.