اويا بوتله الکولي مشروبات په کندز کې ضبط شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
پوليسو پرون اويا بوتله  الکولي مشروبات په کندز ولايت کې ضبط کړل .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې پوليسو دغه الکولي مشروبات دکندز ولايت دامام صاحب  ولسوالۍ په مربوطاتو کې ضبط کړي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغې قضيې په اړوند يو مشکوک نيول شوى او قضيه  څيړل کيږي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې يوه اندازه  اپين او کا ټابليتونه  دکندز ښار  دسرحوض  کوڅې په مربوطاتو کې ضبط شول او په دې اړوند درې تنه مشکوک کسان هم نيول شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

back to top