کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
دجوزجان ولايت په مربوطاتو کې دترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه نن غرمه داقچې ولسوالۍ په دوه لارې کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ګړندى موټر له يوې ريکشا سره ټکر وکړ .
دجوزجان ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په دې ترافيکي پيښه کې درې تنه سپرلۍ ووژلې شوې او څلور تنه نور ټپيان شول
خبرځاى ددغو دواړو ليږدونکو وسايطو بې احتياطي او ګړندى تګ ددغې ترافيکي پيښې اصلي عامل وباله .
ختم_ ف _ اکرم