19 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په نورستان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

په نورستان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د مرغومي ٢٩: ٩ تنه وسله وال طالبان په...

 په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته .

په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته .

کابل باختر د مرغومي ٢٩: په ننګرهار ولايت کې له زرو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغان ښځو د شبکې رئيسه: ښځو ته دې ملاتړيز جوړښتونه رامنځته شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٢  نيټه  :
د افغان ښځو د شبکې رئيسه وايي: په هغو خبروکې چې د مدني ټولنې او دولت ترمنځ شوې دي؛ پريکړه شوې ده چې د هېواد په مرکز او ولايتونوکې ښځو ته ملاتړيز جوړښتونه رامنځته شي .
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
د افغان ښځو د شبکې رئيسې حسينې صافۍ نن په کابل کې په يوه خبري کنفرانس کې له دولت سره د مدني ټولنې د خبرو لومړنۍ نتيجې له رسنيو سره شريکې کړې او ويې ويل چې دغه خبرې د بروکسل له کنفرانس وروسته ترسره شوې دي.
د بروکسل په کنفرانس کې ټينګار وشو چې مدني ټولنه دې د افغانستان له  دولت سره د همغږۍ د رامنځته کولو په خاطر همکاري وکړي.
ميرمن صافي زياته کړه چې د مدني ټولنې غړي، د دولت استازي او د تمويلوونکو بنسټونو غړي راټول شوي چې په خپلو ژمنو او همکاريو په دوام   ټينګار وکړي.
د ښځو د شبکې رئيسې وويل چې په دې غونډه کې د مدني ټولنې او دولت په اړوند ټينګار وشو او د داسې جوړښتونو په باب خبرې وشوې چې دولت، مدني ټولنه او نړيواله ټولنه و کولاى شي په ګډه کار وکړي.
د دې د څرګندونوله مخې: په دې غونډه کې وړانديز وشو چې په کابل او ولايتونوکې دې د ښځو لپاره ملاتړيز جوړښتونه رامنځته شي چې د حکومت په تصميم نيولوکې د ښځو رول جوت شي .
د اکبر موسسې مرستيال احمد تميم صبري د هېواد په پراختيا کې د دولت او مدنې ټولنې ترمنځ همکارۍ مهمې وبللې او ويې ويل چې نړيواله ټولنه بايد  د دولت او د مدني ټولنې ترمنځ د همکاريو ملاتړ وکړي.
پاى \   ج \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.