14 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ډاکترعبدالله عبدالله :  دطالبانو دځپلو په موخه  نوي تدبيرونه  نيول شوي دي .

ډاکترعبدالله عبدالله : دطالبانو دځپلو په موخه نوي تدبيرونه نيول شوي دي .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه : دملي وحدت دحکومت اجراييه...

دکابل ښار  دپوهنې رياست  ممتاز زده کوونکي وستايل .

دکابل ښار دپوهنې رياست ممتاز زده کوونکي وستايل .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه : هغه درې تنه ممتاز زده...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې دزيانمنو ونکو ماشومانو دستونزو دڅيړنې لپاره هلې ځلې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د مرغومي ٢٩:
  په هرات کې دزيانمنونکو ماشومانو دستونزو او چلنجونو دڅيړنې لپاره هلې ځلې  پيل شوي دي .
  سيمه ئيزو  مسوولانو ددغو ماشومانو ستونزې او چلنجونه دماشومانو دساتنې دشبکې په اختصاصي  غونډه کې وڅيړلې .
په دې غونډه کې دهرات ولايت دټولنيزو چارو مرستيالې  مونسې  حسن زاده په دغه ولايت کې دماشومانو ځينې چلنجونه په ګوټه کړل او ماشومان يې دټولنې  ډير زيانمنونکى  قشر وباله او دوى ته يې دزياتو امکاناتو دبرابرولو په لاره کې دمسوولانو په هڅو باندې ټينګار وکړ .
ديوبل خبرله مخې، دننګرهار ، کونړ او لغمان  په ولايتونوکې دماشومانو دملاتړيزو مرکزونو رييسانو په وار سره په اړوندو ولايتونوکې دماشومانو ستونزې په ګوټه کړي او دهرات دماشومانو شرايط  او امکانات  يې څو برابره ښه وبلل .
دوى دهرات ولايت دکار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو له رياست  او په دغه ولايت کې دماشومانو له ملاتړيزو مرکزونو څخه دقدرداني   په ترڅ کې دخبرو اترو او دزيانمنونکو  ماشومانو دحالت دښه والې لپاره دهغوى داغيزمنو طرحو او پيشنهادونو دوړاندې کولو په لاره کې له دغو ولايتونوسره دهرات دمسوولانو دزياتې همکارى غوښتنه وکړه .
دوى دغه راز په ننګرهار ولايت کې دبندي ماشومانو شمير يو پنځوس تنه  ، دلغمان دبندي  ماشومانو شمير ٢٢ تنه اودکونړ دبندي  ماشومانو شمير  ١٢ تنه وبلل  او په  ختيځ زون کې  دماشومانو سرغړونې يې په ترتيب سره ددولتي امنيت ضد ، غلا او اخلاقي سرغړونې وبللې .
په پاى کې  دهرات ولايت دکار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو درييس له خوا په دغه ولايت کې په نږدې راتلونکي کې  دزيانمنونکو  ماشومانو دملاتړيز مرکز دپرانستلو زيرى ورکړ چې دغونډې دغړو له خوا يې تود هرکلى وشو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Friday, 19 January 2018 14:35

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.