18 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې د نشه يي توکو د يوه قاچاق وړونکي مجازات

کابل باختر دمرغومي اته ويشتمه د هرات ولايت استيناف محکمې د...

په بغلان کې د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په بغلان کې د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل باختر دمرغومي اته ويشتمه شپږ تنه وسله وال طالبان پرون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دملکي هوايي چلند په برخه کې دهمکارى موافقه ليک لاسليک شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې  دريمه :
دملکي هوايي چلند دخپلواکې  ادارې  عملياتي مرستيال په دې وروستيو  وختو کې دتاجکستان دهوايي چلند له مسوولانوسره دملکي هوايي چلند په برخه کې په دغه هېواد کې دهمکاريو موافقه ليک  لاسليک کړ . 
دباختراژانس دخبرله مخې، دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې عملياتي مرستيال  کپيتان غلام جيلاني وفا څرګنده کړه چې دغه موافقه ليک دملکي هوايي چلند دهمکاريو په برخه کې  ددواړو هېوادونو دهوايي چلند دمسوولانو له خوا  دتاجکستان پايتخت دوشنبې ښار ته دده سفر په بهير کې لاسليک شو
  په دې موافقه ليک کې  دواړولورو دهوايي چلند په برخه کې دنورو همکاريو تر څنګ دعبوري کريدورونو دجوړولو په برخه کې هم  دهمکارى موافقه وکړه .
  دغه راز ددغه سفر په بهير کې  پريکړه وشوه چې دواړو هېوادونه  په نړيوالو  ژمنو او په نړيوالو معياري  نورمونو ، ( ايکاو )  ددواړو لورو دموافقه ليکونو دتطبيق دڅرنګوالي په باب غور او څيړنې وکړې .
  ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Tuesday, 23 January 2018 13:03

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.