14 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هرات د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا په اړوند خبرې وشوې

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د ملکي هوايي چلند د خپلواکې...

په فراه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : دوه تنه وسله وال طالبان پرون...

په بغلان کې اعتراضونه پاى ته ورسيدل

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د بغلان د زاړه ښار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر کمال سادات : ځوانان دې دهېواد په ابادولو کې ونډه واخلي او دافغانستان لپاره کار وکړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې  درې ويشتمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانودچارو معين ډاکتر کمال سادات دامريکا متحده ايالاتو ته  په خپل سفر کې دملګروملتو په سازمان کې  دافغانستان  له دايمي استازي  محمود صيقل سره  په کتنه کې  ،  دنړيوالو اړيکو په چارو کې  دافغانستان دځوانانو درول په باب  خبرې وکړې .
  دباختر اژانس دخبرله مخې ،  په دې کتنه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معين  څرګنده کړه چې  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس   محمد اشرف غني  ځوانانو ته خاصه پاملرنه لري  او زيات  ټينګار يې کړى دى  چې  ددولت  دادارې په بيلابيلو چارو کې دې  ځوانانو ته  کاري فرصتونه  برابر شي .
  دغه راز په دې  کتنه کې  دنړيوالو اړيکو په چارو کې  دهېواد  دځوانانو  درول په باره کې هم خبرې وشوې  او دځوانانو دچارو معين  وويل  چې په دې وروستيو وختو کې دنړۍ له يوشمير  هېوادونو په تيره بيا  له هندوستان ، دامريکا  له متحده ايالاتو ، چين ، جنوبي کوريا ، قطر ، مصر ،مکسيکو اوله يوشمير نورو  هېوادونوسره  چې کنفرانسونه  او غوڼډې يې  جوړې کړي دي  او دافغانستان يوشمير ځوانانو هم  په دغو غونډو کې ګډون کړي دي  دهېواد دځوانانو  اړيکو  ښه والي موندلى دى  . 
دملګروملتو په سازمان کې  دافغانستان دايمي استازي  محمود صيقل  په دې کتنه کې  ددې تر څنګ چې  په بيلابيلو چارو کې  دځوانانو رول  مهم او رغنده وباله  ، څرګنده کړه  داسې پروګرام  ترلاس لاندې لري  چې  دملګروملتو دسازمان  دکار اوفعاليت  له څرنګوالي سره  د ځوانانو  دزياتې بلدتيا  په خاطر  غونډې جوړې کړي . او په هغو کې دهېواديوشمير ځوانانو ته  هم دگډون بلنه  ورکړي .
  ډاکتر سادات  په دې کتنه کې زياته کړه له هغو افغان ځوانانو څخه يې  چې  دنړۍ په بيلابيلو هېوادونوکې  ژوند کوي  ، غوښتنه کړې ده  چې خپل هېواد ته  راستانه شي  او  دهغه په ابادولو  او ودانولو کې  ونډه واخلي او دافغانستان لپاره  کار وکړي .
  ده ټينګار  کړى دى  چې په دې وروستيو وختو کې  په افغانستان کې  د تکنالوژي  او روزنې په لحاظ  يولړ پرمختګونه شوي دي  او ځوانانو ته  زيات فرصتونه  برابر شوي دي .
  ختم_ ف _ اکرم                                                

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.