25 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هرات مشرانو او مخورو د حکومت د زیربنایي پروګرامونو هر اړخیز ملاتړ وکړ

د هرات مشرانو او مخورو د حکومت د زیربنایي پروګرامونو هر اړخیز ملاتړ وکړ

کابل باختر دکب پنځمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس...

جمهوررئیس غني په هرات کې له سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل

جمهوررئیس غني په هرات کې له سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل

کابل باختر دکب پنځمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او ډاډګېرنې پېغام!

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او ډاډګېرنې پېغام!

کابل باختر دکب پنځمه د هېواد وتلي نامتو افغان لېکوال،...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په روزګان کې د پوهنتون د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ترينکوټ باختر د سلواغې ٢٤ مه
په روزګان ولايت کې د ٢٣ ميليونو افغانيو په لګښت د پوهنتون د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د روزګان والي محمد نذير خروټي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې،د روزګان پوهنتون لپاره ٥٠٠ جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده چې،دغه ودانۍ هم په دغه ځمکه کې د ٣٣ ميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
خروټي ښوونه او روزنه د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره بنسټیزه لار وبآله او زیاته يې کړه: هڅه به وکړي، چې په راتلونکي کې د دغه پوهنتون د بشپړ جوړیدو لپاره نوره بودجه هم تر لاسه کړي،تر څو د دغه ولایت په پوهنیز ډګر کې شته ستونزې له منځه یوسي.
د روزګان د لوړو زده کړو موسسې سرپرست ریېس پوهنیار اسدالله نور وویل: په دغه موسسه کې اوس مهال د ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځي شته چې په سلګونوتنو محصلان په کې په زده کړه بوخت دي.
د یادولو وړ ده، چې د روزګان د لوړو زده کړو په موسسه کې دا مهال شاوخوا ۹۰۰ تنه محصلان زده کړې کوي.پاى_وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.