18 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په سيمه ييزو ارګانونو کې نوې ټاکنه

په سيمه ييزو ارګانونو کې نوې ټاکنه

کابل \ باختر دسلواغې ٢٨ نيټه : د سيمه ييزو ارګانونو...

جمهور رئیس غني : ارګ د زغم او ملي بحثونو ځای دی

کابل \ باختر دسلواغې ٢٨ نيټه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بغلان د بورې فابريکه له فعاليت څخه پاتې شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
د بغلان د بورې فابريکه  چې په هېواد کې د بورې  يوازينۍ فابريکه ده  چې په بغلان ولايت کې موقعيت لري د جغندرو د نشتوالي په دليل له  فعاليت څخه پاتې شوې ده .
د باخترآژانس  د خبريال دخبرله مخې ؛  د بغلان د بورې فابريکه په افغانستان کې د بورې د توليد يوه ستره فابريکه ده چې اتيا کاله مخکې  د بغلان ولايت    د صنعتي بغلان په ساحه کې  جوړه شوه او په فعاليت يې پيل وکړ او دکار په لومړينو کلونو کې يې هره ورځ دوه زره  بورۍ بوره  توليدوله،خو د وخت په تيريدو سره د هغې توليدات لږ شو  خو د بغلان د بورې د فابريکې رئيس غلام سخي وايي  سږکال جغندر د يو ډول ناروغۍ د خپريدو له امله ونه کرل شول او همدغه کار  ددې سبب  شو چې دغه فابريکه له کارڅخه ولويږي.
ده وويل ؛ هلې ځلې کوي چې له دغې ستونزې څخه د وتلو لاره پيداکړي  څو دغه فابريکه بيا په فعاليت پيل وکړي.
د دغې سيمې اوسيدونکي وايي  د جغندرو د پلورنې لپاره  د بازار نشتوالى او د نباتي ناروغۍ خپريدل د دې سبب شوي دي چې بزګران  د جغندرو  له کرلو څخه ډډه وکړي.
د بغلان ولايت يوشميربزګرانو د باخترآژانس له سيمه ييز خبريال سره په خبرو کې  ويلي دي چې، تيرکلونه يې د جغندرو له کرکيلې څخه ښه  حاصلات نه دي ترلاسه کړي  او له همدې امله يې شولې،غنم او نور نباتات چې ښه حاصلات ورکوي په خپلو ځمکو کې کرلي دي. پاى \ج\  ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.