16 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اووه تنه وسله وال طالبان په فارياب کې دسولې له بهيرسره  يوځاى شول .

اووه تنه وسله وال طالبان په فارياب کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول .

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه : اووه تنه وسله و ال...

استاد دانش :  امارتي، عبوري اولنډ مهال حکومتونه  صفر نفطې  ته ستنيدل دي .

استاد دانش : امارتي، عبوري اولنډ مهال حکومتونه صفر نفطې ته ستنيدل دي .

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دويم مرستيال...

جمهوررئیس غني د ترکیې د دفاع وزیر خپل حضور ته ومانه

جمهوررئیس غني د ترکیې د دفاع وزیر خپل حضور ته ومانه

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوولس کيلومتره سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
په نيمروز ولايت کې د زرنج  _ کنګ  د عمومي سړک د دولسو کيلومترو د پخولو کار بشپړ شو او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې ؛ دغه سړک دوولس کيلومتره اوږدوالى او شپږ متره سور لري  او د نړيوال بانک په مرسته  د يو سلو نهه اتيا ميليونو افغانيو په لګښت د فوايد عامې وزارت له خوا قير شوى دى او د زرنج ښار  د نيمروز  ولايت  له  کنګ ولسوالۍ سره نښلوي.
د دغه سړک  د پرانستلو په مراسمو کې   چې  د نيمروز ولايت ملکي او پوځي مسوولينو پکې ګډون کړى وو، د نيمروز د والي  انجينرمحمدسميع له خوا پرانستل شو او  د سر شيله پله  په  جوړولو يې هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه  چې  د نيمروز  سيمه ييز حکومت په دغه ولايت کې  په بيلابيلو برخو کې د ټولو پرمختيايي پروژو تطبيق ته  ژمن دى .
د نيمروز والي  د پرمختيايي پروژو په تطبيق کې  د خلکو همکارۍ مهمې وبللې
او له خلکو څخه يې وغوښتل چې دټولګټو پروژو په ساتنه او څارنه کې  لازم  دقت وکړي او تل  له خپلو امنيتي ځواکونو سره  همکاري وکړي. پاى \ ج \ ذ

 

Last modified on Wednesday, 14 February 2018 05:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.