18 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په سيمه ييزو ارګانونو کې نوې ټاکنه

په سيمه ييزو ارګانونو کې نوې ټاکنه

کابل \ باختر دسلواغې ٢٨ نيټه : د سيمه ييزو ارګانونو...

جمهور رئیس غني : ارګ د زغم او ملي بحثونو ځای دی

کابل \ باختر دسلواغې ٢٨ نيټه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دعالمانو دسراسري شورا پيغام .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
دسلواغې دمياشتې  دشپږ ويشمې نيټې په مناسبت دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا پيغام .
  د ١٣٥٨ هجري لمريز کال دمرغومي دمياشتې په شپږو يشتمه نيټه دوخت دشوروي اتحاد وحشي عسکرو  په ويروونکو  ټانکونو او په جټ جنګي الوتکو سره په ازاد او ناپيل افغانستان شرموونکى تيرى  وکړ چې دغه خاوره دخپلې قلمرو  يوه برخه وګرځوي  خو کله چې افغان مسلمان او ازادي غوښتوونکي ملت سراسري پاڅون  وکړ او دهجرت او جهاد لاره يې غوره کړه شوروي  يرغلګرو ځواکونو په بې رحمانه ډول دخلکو په يو مخيزې  وژنې او په افغان مجاهد ملت  په بمباريو  پيل وکړ او په زرګونو بيګناه مسلمانان په ډله ئيزه توګه ژوندي د بولدوزرونو په واسطه تر خاورو لاندې کړل .
هيڅ يوه سيمه او کلى دشوروي دسره پوځ له وحشيانه بريدونو څخه خونړي  پاتې نه شو څرنګه چې دافغانستان مسلمان او اتل  ملت  تل مرګ دمرييتوب په ژوندانه غوره بولي دغو وحشيانه بريدونو اويومخيزې وژنې ددوى  دازادي  غوښتنې په روحيه او په قوي ايمان کې هيڅ راز تزلزل  پيدانه کړ. څه دپاسه يو نيم مليون تنه افغانان شهيدان او په سلګونو زره تنه نور معلول ، معيوب اويتيمان شول کورونه او ټاټوبې  يې په کنډواله بدل شول او ټول اقتصادي تاسيسات  يې له منځه لاړل  خو خپل جهاد ته يې تر هغه وخته پورې دوام ورکړ چې دشوروي دوخت مشر ګرباچوف  ، افغانستان  يو خونړۍ ټپ وباله او دشوروي يرغلګر ځواکونه له شرموونکي  ماتې سره مخامخ شول او د ١٣٦٧ هجري لمريز  کال دسلواغې  دمياشتې  په شپږويشتمه نيټه يې سرټيټي دتيښتې لاره غوره کړه او ددوى وروستۍ پوځي جنرال بوريس  ګروموف  خپله تاريخي ناکامي  پرغاړه واخسته او هغه يې په اصطلاح ددوستۍ له بله څخه په تيريدو سره کريملين ته وړاندې کړه اوس شوروي اتحاد له منځه تللى دى او افغانستان پاتې  دى  او په قالب کې يې  داسلام ژغورونکى  روح ژوندى دى .
تاريخ ثابته کړې ده هر اشغالګر  او تيري کوونکي چې دميړنيو په دغې خاورې يرغل کړى دى هغه يې اشغال کړى نه ده بلکې دغه خاوره دهغوى  په اديرې  بدله شوې ده .
  دافغانستان دعالمانو سراسري شورا يوځل بيا ددولت له وسله والو مخالفانو څخه غواړي چې زموږ په هېواد کې دجګړې دبندولو او دسولې  او امنيت دتامينولو په خاطر له دولت سره خبرې پيل کړي او دهېواد دابادولو په لاره کې  دې له خپلو هېوادوالو سره اوږه په اوږه  په سوله ئيز او پتمن ژوندانه سره هڅه او هاند وکړي .
  ځکه دجګړې  له لارې هدف ته رسيدل ناشونى کار  دى که چيرې غواړي دجګړې په دوام سره برياليتوب ته ورسيږي داسې خوب يې ليدلى دى چې بې تعبيره به پاتې شي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.