14 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

تبصره

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دهېواد دفاعي او امنيتي...

 دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  دانګلستان د سفير له مرستيال سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دانګلستان د سفير له مرستيال سره وکتل .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دڅه دپاسه اووه څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت په تخار کې درې پلونه جوړ شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
دتخار ولايت په فرخار ولسوالۍ کې دوه پلونه  ګټې اخستنې ته وسپارل شول .
  دتخار والي ډاکتر  فضل الله مجددي  دباختراژانس خبريال ته وويل دتخار ولايت دفرخار ولسوالۍ دشاهانو پل داتو مترو په اوږدوالي او دشپږو مترو په سور او دويم پل دنولسو مترو په اوږدوالي او دشپږو مترو په سور چې يوشمير  کلي دفرخار ولسوالۍ  له مرکز سره نښلوي دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې  څخه داته ويشتو مليونو افغانيو په لګښت جوړ شوي دي .
ديوبل خبرله مخې،  دتخار ولايت دتالقانو ښار دخواجه چنګال دسيمې پل ، نن ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
دتخار ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس انجنير صبغت الله نظري دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پل چې پخوا دشپيتو مترو په اوږدوالي او دپنځو مترو په سور چوړ شوى و دسيند دغاړې  په ويجاړيدو سره  دڅه دپاسه نولسو مليونو شپږ سوه مليونو افغانيو په لګښت  دسلو مترواوږدوالي ته پراختيا ورکړ شو چې ددغه ولايت دبهارک او خواجه غار دولسواليو ديوولسو کليو دخلکو ستونزې لرې کړي .
  انجينير  نظري  څرګنده کړه چې ددوه سوه مترو په اوږدوالي استنادي ډيوال ، دڅښاک  داوبو يوه څاه ،  دپنځو مکعب مترو په  حجم  دڅښاک داوبو ديوه محزن جوړول او دسولري پمپ  په واسطه  مخزن ته د اوبو ليږدونه هم په دغه لګښت کې شامل دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.