کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
په هرات ولايت کې يوه سړي خپله ميرمن ووژله .
درارسيدلو خبرونو له مخې، دغې ميرمنې او ميړه تيرماښام دهرات ښار دکرباس حوض په ساحه کې په خپل کورکې ناندرې ووهلې او وروسته ميړه خپله ميرمن له ستونې ونيوله او له وهلو او ډبولو وروسته يې ووژله .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده باختراژانس ته وويل چې دغه قاتل تښتيدلى او دهغه دنيولو لپاره دامنيتي مامورانو هلې ځلې دوام لري .
تراوسه پورې ددغې وژنې انګيزه نه ده روښانه شوې خو پوليسو پلټنې او هلې ځلې پيل کړي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم