19 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پروان کې شپږ سوه کورنيو له بريښنا څخه ګټه واخيسته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٣٠ نيټه :
په پروان ولايت کې  څه ناڅه شپږ سوه کورنيو نن  له بريښنا څخه ګټه واخيسته.
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې ؛ دغو کورنيو  د پروان ولايت دمرکز  برتتمدرې په کلي کې  د ٤١٠  کيلو ولټو په ظرفيت د دريو ترانسفارمرونو په درولو سره   له بريښنا څخه ګټه واخيسته.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله  جوړه شوې وه، د پروان والي ډګر جنرال فضل الدين عيار  بريښنا الهي نعمت ، د روښنايي مهمه وسيله او يوه اساسي اړتيا وبلله   او له دغو کورنيو څخه يې وغوښتل  چې دخپلې بريښنا دلګښت پيسې  په ټاکلې وخت  کې تحويلې کړي.
دغه راز په دې غونډه کې دپروان   دبريښنا رئيس انجينر محمدناصر احمدي
وويل  چې په  ١٣٩٧ کال کې به   دبريښنا هغه ټولې پروژې چې نيمګړې پاتې
دي  بشپړي شي، چې دغه کار   د بريښنا دلګښت دپيسو په ورکولو پورې اړوند دى . پاى \ج\  ذ

 

Last modified on Tuesday, 20 February 2018 04:59

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.