20 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

فرمان

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه : دجمهور رييس دځانګړي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د واورې اورښت د بدخشان د٧ ولسواليو لارې بندې کړي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٣٠ نيټه :
په بدخشان ولايت کې د واورې سخت اورښت  د دغه و لايت له مرکز سره   د ٧ ولسواليو لارې  تړلي دي چې له امله يې خلک له زياتو ستونزو سره مخامخ دي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛  دبدخشان ولايت  سيمه ييزو مقاماتو وويل چې، د دغه ولايت  داشکاشم ، واخان ، شغنان  .، زيباک ، کوهستان ، ياوان   او د ارغستان د ولسواليو لارې د واورې د سخت اورښت له امله تړلې  شوي دي .
دبدخشان ولايت د طبيعي پيښو سره دمبارزې رئيس عبدالله همايون دهقان  وايي چې ؛ د بدخشان ولايت  د فوايد عامې درياست له خوا  دتړلو شويو لارو  پاکول په ځينو ولسواليو کې دوام لري.
دى وايي ؛ د دغه ولايت  په زياتو ولسواليو کې د ژغورنې او پلټنې کميټې فعاليت کوي او د خلکو او دکورنيو  د زيانمن کيدو په صورت کې  دغه رياست    له هغو سره دمرستې لپاره   چمتو دى. پاى\  ج\ ذ

Last modified on Tuesday, 20 February 2018 04:59

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.