11 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

عباس عراقچي به افغانستان ته راشي

کابل باختر دليندى شلمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو...

څلور تنه وسله وال طلابان په فراه کې ووژل شول

کابل باختر دليندى شلمه : څلور تنه وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې د روزنتون نوي تاسيسات پرانېستل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\دوري دمياشتې ٢٧نيټه :
د روزنتون او دارلايتام يو ه ودانۍ  چې  د خوافي دتجارتي شرکت په مرسته په هرات  ښارکې   جوړه شوې وه نن د هرات  ولايت د کاراو ټولنيزو چارو رياست ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ  په څلورو پوړونو کې د پنځوسو ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده  چې،  جومات ، ليليه ،  د ډوډۍ خوړلو سالون ، درسي او اداري خونې اوپخلنځى لري.
د خوافي د تجارتي شرکت رئيس بشيراحمد خوافي په هرات کې  له دولتي ادارو  سره دخپلو همکاريو  او مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
د هرات والي محمدآصف رحيمي د دغې ودانۍ  د جوړولو په خاطر  دخوافي  له شرکت څخه  مننه او قدرداني وکړه  او د دغې ودانۍ دجوړولو له امله يې  د روزنتون ماشومانو ته مبارکي وويله .
دکار او ټولنيزو چارو  وزير فيض الله ذکي هم د زيانمنونکو کسانو دملاتړ په لاره کې د دغه وزارت دقوي ارادې ډاډ  ورکړ.
ده  دغه راز په نږدې راتلوونکي کې د هېواد په مرکز  کې  دکار دستر کنفرانس د جوړولو يادونه وکړه  او د وزګارتيا بحران  حل ته پاملرنه  يې  د دولت له کاري  لومړيتوبونو څخه وبلل  .
دغه راز دحج او اوقافو رئيس  دهرات ښار دسترجامع  جومات  د خدمتګارانو ټولنې او دخلکو يو تن استازي ددغې ودانۍ د جوړولو له امله دخوافي شرکت څخه مننه وکړه. پاى \ ج \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.