22 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

کابل/ باختر/د کب دمياشتې ٣ مه د غزني ولايت چارواکي وايي...

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ  پرانيستل شوه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوه

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ٣ مه د سالنګونو لويه لاره...

   په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٣مه په غزني ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په فراه کې د مخابراتي شبکو بنديدلو خلک اندېښمن کړي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\دوري دمياشتې ٢٧نيټه :
په  فراه ولايت کې  د مخابراتي شبکو  د فعاليتونو بنديدل د دغه و لايت خلکو ته  زياتې ستونزې  رامنځته کړي دي.
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې ؛   له دوو اوونيو را په دې خوا  خصوصي  مخابراتي شبکې په ښه ډول فعاليت نه ترسره کوي.
په داسې حال کې چې په ښارکې دولتي مخابراتي شبکې  فعالې  دي خوله مرکز سره  دکليو او ولسواليو اړيکې  شليدلې دي.
د مخابراتي شبکو د فعاليتونو بنديدل د فراه د ولايتي شورا  د اندېښنې سبب هم شوي دي.
د فراه د ولايتي شورا ريېس  فريدبختور وايي  چې د دغو شبکو د فعاليتونو بنديدل د دولت د وسله والو مخالفينو له  ګواښونو وروسته رامنځته شوي دي.
د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي ؛  چې په فراه ولايت کې د خصوصي مخابراتي شبکو فعاليتونه  د طالبانو د ګواښونوله امله بند شوي دي.
دى وايي چې د محابراتي شرکتونو زيات آنتونونه په ولسواليو کې موقعيت لري  خو موږ هلې ځلې کوو چې دغه ګواښونه  له منځه  يو سو څو مخابراتي شبکې وکولاى شي  خپل فعاليتونه له سره پيل کړي.پاى \ ج \ ذ 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.