په نيمروز کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير پيل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\دوري دمياشتې ٢٧نيټه :
په نيمروز ولايت کې پرون  په انتخاباتو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې              بهير پيل شو.         
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ دنيمروز والي انجينرمحمد سميع په دې بيان سره  چې په نږدې راتلوونکې کې به دولسي جرګې او دولسواليو دشوراګانو  انتخابات ترسره شي  دنيمروز ولايت له خلکو څخه وغوښتل چې درايې ورکولو په خاطر دې نومونه وليکي .
دنيمروز والي رايه ورکول  دهر افغان وګړي حق وباله  او زياته يې کړه چې  دنيمروز ولايت  د ورقي تذکرو د ويشلو لپاره بشپړ تيارى لري او په  نيمروز        ولايت کې به  دنوم  ليکنې او د رايې ورکولو دمرکزونو امنيت تامين شي.
پاى \ج \ ذ

back to top