20 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

کابل/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د کندز په...

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د نورستان په نورګرام...

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سمنګانو _ مزار لويه لاره دسيلاونو د راوتلو له امله وتړل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\دوري دمياشتې ٢٧نيټه :
د سمنګانو _ مزارشريف لويه لاره  دسيلاونو دراوتلو له امله  تړل شوې ده.
دباختر آژانس دسيمه ييزخبريال د خبرله مخې ؛   دسيلاونو د راوتلو له امله     دکابل _ مزارشريف  لويه  لاره نن سهار دسمنګانو ولايت  د فيروزنخچير او        پوزه ايشان په سيمو کې تړل شوې ده.
دغه سيلاونه  د پرله پسې  اورښتونو له امله  راوتلي دي.
د سمنګانو ولايت  له طبيعي پيښو سره دمبارزې  د رياست سرپرست نورالله منصف  وويل   دغو سيلاونو په زرګونو تنه مسافرانو ته دستونزو په رامنځته کولو برسېره  د استوګنې لسګونه کورونه هم ويجاړ کړي  او د سلګونو جريبه  ځمکو حاصلات يې هم له منځه وړي دي.
منصف  زياته کړه  مسافرين له خوراکي  او نورو امکاناتو پرته د لارې پرانېستلو   ته  په تمه  دي .
سيمه يېزمسوولين وايي چې د فوايد عامې  ادارې کارکوونکي هلې ځلي کوي څو دغه لويه لاره پرانېزي.

ديوبل خبرله مخې  دسمنګانو ولايت دخرم سارباغ  دبابه قمبر اودپشت بند په
کليو کې د ږلۍ داورښت له امله زياتره  ونو ته زيان اوښتى دى او يو پل  هم  
ويجاړ شوى دى.پاى \ ج\  ذ
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.