20 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په جوزجان  کې مظاهرې  اتلسمې ورځې ته ورسيدې .

په جوزجان کې مظاهرې اتلسمې ورځې ته ورسيدې .

کا بل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه : په جوزجان ...

د دښمن دمهماتو يوه ډيپو  او يو پټنځى  له منځه  يوړل شول .

د دښمن دمهماتو يوه ډيپو او يو پټنځى له منځه يوړل شول .

کا بل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه : د هېواد په...

ديارلس تنه  ملکي وګړي  شهيدان شول .

ديارلس تنه ملکي وګړي شهيدان شول .

کا بل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه : دکندز ولايت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتيکا کې د کوزې پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ غونډه وشوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ښرنه باختر د وري دمياشتې ٢٨ مه
د پکتیکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه رابې ځايه شويو زيانمنو او د دغه ولايت ځوانانو په ګډه د کوزې پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ غونډه وکړه.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې:
په دې غونډه کې  پريکړه وشوه چې لر اوبر پښتون يو دی او د لاهور له غونډې سره سم به په دغه ولايت کې لويه غونډه وکړي.
په غونډه کې مدني فعال يعقوب خان منظور ته د منظور پښتين دوياړ سره خولۍ ور په سرکړه او هغه يې په دغه ولايت کې د غونډو مشر وټاکه.
له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه د رابې ځايه شويو زيانمنو مشر او استازي ډاکټرمنصوروويل چې، دمنظور پښتين ملاتړ د هر افغان اسلامي، قومي او قانوني حق دی.
هغه وويل چې د کوزې پښتونخوا اوسېدونکي چې ډېری يې اوس زيانمن دي او د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ کې اوسېږي غواړي د پکتيکا ولايت له اوسېدونکو سره ګډه غونډه وکړي او د لاهور له غونډې سره سمه غونډه او لاريون وکړي.
د هغه په خبره پښتانه ټول يودي او د وخت ناسم او غولوونکي سياستونه نه شي کولای چې دوه خواږه وروڼه يو له بله سره بېل کړي.
دکوزې پښتونخوا منظور پښتين د کورنۍ غړي چې خپل ځان يې قاري معرفي کاوه وويل چې د پښتون د يو ځای کولو غږ بايد د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د پښتنو ګډ غږ شي.
قاري وايي چې د اپريل په ۲۲ نېټه چې په لاهور کې د پښتنو پراخه غونډه تر سره کېږي په اورګون ولسوالۍ کې به هم په ورته وخت کې يوه لويه غونډه جوړه شي او دمنظور پښتين ملاتړ به وکړي
دغو مشرانو يعقوب خان منظور ته هم دمنظور پښتين دوياړ سره خولۍ ور په سر کړه او هغه يې په دغه ولايت کې دګډو غونډو مشر وټاکه.
يعقوب خان منظورپه دې اړه وويل چې د محکومې پښتونخوا د اوسېدونکو هرډول ولسي ملاتړ کوي او د اپریل په ۲۲ نېټه به په اورګون ولسوالۍ کې پراخه غونډه وکړي او د پرلت خېمه به ودروي.
ديادونې وړده چې د اپريل په ۲۲ نېټه به نه يوازې په اورګون ولسوالۍ کې د پرلت خېمه دروي بلکې په مرکز ښرنه کې هم ورته له وړاندې تياری نيول شوی دی.
پاى_ وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.