23 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني په یوه ناسته کې د کابل د لویدیځ عمراني پروژې وارزولې

کابل/ باختر/د تلې د مياشتې ١ د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

مطبوعاتې اعلامیه

کابل/ باختر/د تلې د مياشتې ١ په بهرنیو ژبوباندې د بهرنیو...

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ باختر/د تلې د مياشتې ١ په ایران کې د تروریستي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هرات والي خلکو ته په خطاب کې : د نوم ليکنې په بهير کې ګډون وکړئ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري  اته ويشتمه :
د هرات والي د ولسي جرګې  او د ولسواليو د شوراګانو په انتخاباتو کې د رايې ورکولو  د نومليکنې په بهير کې د خلکو  د فعال  ګډون غوښتنه وکړه .
  د هرات والي  محمد اصف رحيمي   پرون د دغه ولايت  په اداري غونډه کې  چې د بهزاد نګارستان په تالار کې جوړه شوې وه  د ادارو له ريېسانو څخه وغوښتل چې په دغه ملي بهير کې د نوم ليکنې تر څنګ  نور خلک هم وهڅوي چې په دغه پروګرام کې  ګډون وکړي .
ده  ټينګار وکړ چې د نوم ليکنې ټول مرکزونه  چمتو دي چې په شرايطو برابر کسان ثبت کړي . 
هغه زياته کړه چې له نوم ليکنې پرته  په انتخاباتو کې څوک د رايې ورکولو حق نه لري . 
د هرات والي  د دغه ولايت  ملي راډيو ټلويزيون ته لارښونه وکړه چې د خلکو  د هڅولو په لاره کې تبليغ وکړي .
ده دغه راز  له نورو ازادو رسنيو څخه هم غوښتنه وکړه  چې دتبليغي پروګرامونو د برابرولو او خپرولو له لارې  خلک  په دغه ملي بهير کې ګډون ته وهځوي .
د هرات والي  دغه ولايت ته  دکار او ټولنيزو چارو د وزير سفر ته هم اشاره وکړه  او په بنسټيزو او ټولګټو پروژو د تمويلولو په لاره کې يې  د ملي سوداګرو او د خصوصي  برخې  دګډون او مشارکت غوښتنه وکړه .   ختم_ ج _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.