24 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې  له سفير سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې له سفير سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : دبهرنيو چارو وارت سياسي معين...

 دترانسپورت  دوزارت وياند: دملي بـس  ٣٥٠ زاړه موټرونه  ترميميږي .

دترانسپورت دوزارت وياند: دملي بـس ٣٥٠ زاړه موټرونه ترميميږي .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : دترانسپورت وزارت وياند حکمت الله...

 په کندز  ولايت کې  دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه  پرمخ  ځي .

په کندز ولايت کې دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه پرمخ ځي .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : ٣٨٠٠٠ تنه کندزيان تذکرې ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکابل _ مزار لويه لاره د اعتراضونو له امله تړل شوې ده .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري  اته ويشتمه :
د بغلان ولايت  په سلګونو تنو اوسيدونکو  دهغه څه په غبرګون کې چې د ولسي جرګې  د يو غړي  له ساتونکوسره د طالبانو په نښته کې  د دريو تنو ملکي وګړو وژل کېدل يې بولي ، په اعتراض لاس پورې کړى دى .
دوى  د مرکزي بغلان  د چارشنبې تيپې  په ساحه کې دکابل _ مزار  دلويي لارې  په تړلو سره  په دغې پيښې  اعتراض وکړ .
وسله والو طالبانو پرون دبغلان ولايت دمرکزي بغلان  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  د ولسي جرګې دغړي  قدرت الله ذکي د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
په دې جګړه کې يوشمېر کسان ووژل شول .
سيمه يېز مقامات وايي چې وژل شوي کسان ټول  د وسله والو طالبانو د ډلې  غړي و .
په همدې حال کې اعتراض کوونکي وايي چې په دې جګړه کې درې تنه ملکي وګړي چې د سيمې اوسيدونکو و ، هم وژل شوي دي .
  د بغلان ولايت يوه سيمه يېز مقام باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې د ملکي وګړو  د وژل کېدو د څرنګوالي په باب  څېړنې دوام لري .
ده  له مظاهره کوونکو څخه وغوښتل چې دکابل _ مزارشريف  په لويه لاره کې  د ترافيکي بهير  خنډ نه شي .   ختم_ ج _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.