17 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه طالبان په دايکنډي کې ووژل شول .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : پنځه تنه وسله وال طالبان...

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : دسترې محکمې عالي شورا نن...

پنځه ويشت ميليونه ډالره ليلاميږي

کابل \ باختر\ د تلې د مياشتې ٢٤مه: مرکزي بانک (٢٢)...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هلمند کې دترافيکي پيښې له امله دپنځو تنو وژل کيدل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د وري ديرشمه :
په هلمند ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه پرون په لښکرګاه ښار کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو ګړندى موټر په چټکتيا سره له خپل تګلوري  څخه ووت او چپه شو .
دهلمند ولايت دترافيکو يوه مسوول  باختراژانس ته وويل چې په دې ترافيکي پيښه کې پنځه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
په قربانيانو کې يوه ښځه او څلور ماشومان شامل دي .
مسوولان دموټر چلوونکي ګړندى تګ او بې احتياطي  ددغې مرګانۍ ترافيکي پيښې اصلي علتونه بولي .
په همدې حال کې دهلمند ولايت په مرکزي روغتون کې ډاکترانو ددغې پيښې ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.