24 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې  له سفير سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې له سفير سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : دبهرنيو چارو وارت سياسي معين...

 دترانسپورت  دوزارت وياند: دملي بـس  ٣٥٠ زاړه موټرونه  ترميميږي .

دترانسپورت دوزارت وياند: دملي بـس ٣٥٠ زاړه موټرونه ترميميږي .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : دترانسپورت وزارت وياند حکمت الله...

 په کندز  ولايت کې  دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه  پرمخ  ځي .

په کندز ولايت کې دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه پرمخ ځي .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : ٣٨٠٠٠ تنه کندزيان تذکرې ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په ختیځ کې پر ۵۰۰ داخلي بې ځایه شويو کورنيو مرستې ووېشل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مهتر لام باختر د غويي د میاشې ۲۶ مه
په لغمان ولایت  کې پر پنځه سوه داخلي بې ځایه شويو کورنيو باندې د خوراکي او غير خوراکي توکي وويشل شول.
دغه مرسته د لغمان ولایت  د الیشنګ ولسوالۍ په درېیو کلیو بارکزيي، ګنجوړ او د اروړې په هغو کورنيو ووېشل شوه چې د جګړې له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوې وې او يا هم د جګړو له ا مله زیانمنې  شوې  وې.
د لغمان ولايت د طبيعي پيښو پر وړاندې د چمتوالې د ادارې ريېس ظهور سيلاب د باختر اژانس سیمه  يېز خبریال  ته وویل چې په دغه مرسته کې (۲۵) کيلو وريجې، (۲۵) کيلو لوبيا، (۱۰) ليتره غوړي، (۱) کيلو چای، د اشپزخانې يو سېټ، د روغتيايي موادو يو سېټ، يو ترپاړ، (۳) کمپلې، د اوبو يوه بوشکه او يوه تخته فرش شامل دي.
عبدالحميد د بارکزيو کلي اوسېدونکی او ناصر د ګنجوړ اوسېدونکي له رسنيو سره په خپلو خبرو کې د دغو مرستو څخه مننه وکړه او له اړوندو ادارو څخه يې وغوښتل چې له دوی سره ډېرې مرستې وکړي، ځکه چې یادې مرستې ورته بسنه نه کوي.
په لغمان ولایت  کې  په داسې حال کې له پنځو سو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته  کېږي چې لا هم ګڼ شمېر بې ځایه شوې کورنۍ جدي مرستو ته اړتيا لري.پای - وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.