15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پروان کې خلکو ته زيان واوښت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه :
په پروان  ولايت کې دېرش کورونه  د سيلاونو د راوتلو له امله زيانمن شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ د پروان والي فضل الدين عيارپه داسې حال کې  چې له طبيعي پيښو سره د مبارزې رئيس  انجينر محمدحيدري  ، دولايتي شورا غړى  عبدالخليل فضلي  او د نړيوالو موسسو استازي ورسره ملګري وو،  نن سهار د ښوونکو  په ښارګوټى کې د وروستيو اورښتونو اوسيلاونوله امله  د زيانمن شويو  کورنيوڅخه ليدنه وکړه.
د پروان والي  له زيانمنو شويو اوسيدونکوسره  په کتنه کې وويل   چې؛ له طبيعي پيښو سره دمبارزې او د نورو مرستندويو بنسټونوله خوا ستاسو د ستونزو د لرې کولو په برخه کې رسيده ګې کېږي.
د پروان والي دغه راز دسيمې له حلکو څخه وغوښتل  چې دسيلاونو په تګلور کې د استوګنې د کورورنو له  جوړولو څخه ډډه وکړي څو دسيلاونو له خطر څخه خوندي  پاتې شي . پاى \ ذکرالله \ 

 

Last modified on Friday, 18 May 2018 08:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.