14 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هرات د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا په اړوند خبرې وشوې

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د ملکي هوايي چلند د خپلواکې...

په فراه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : دوه تنه وسله وال طالبان پرون...

په بغلان کې اعتراضونه پاى ته ورسيدل

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د بغلان د زاړه ښار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د شاهين قول اردو په بلخ کې له سيلاو ځپلو سره مرسته وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دثور   ٣٠
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د قوماندانۍ مشرتابه هيئت د بلخ ولايت د خلم ولسوالۍ د سيلاو ځپلو سيمو له اوسيدونکو سره وکتل او له هغوى سره يې  مرسته وکړه .
  د  ٢٠٩ شاهين قول اردو  قوماندان  تورنجنرال ارکانحرب امان مبين له خپل ملګري هيئت سره په داسې حال کې چې د بلخ د ولايتي شورا رييس هم حاضر و؛  د بلخ ولايت دخلم او شولګرې  په ولسواليوکې  سيلاو ځپلې سيمې وکتلې او په مصيبت ځپلو يې د دغه قول اردو درې سوه ټنه وريجې او يو زرو پنځه سوه ليتره غوړي وويشل .
د سختو اورښتونو او د بلخ ولايت په شولګرې او خلم ولسواليوکې د سيلاوونو د راوتلو له امله د کرنې په زرګونه جريبه ځمکه د ميوو بڼونه او د استوګنې کورونه  ويجاړ شوي دي چې  په سيلاوونوکې بند پاتې شوي خلک  د  ٢٠٩ شاهين قول اردو د قوماندانۍ د هليکوپټرونو په واسطه وژغورل شول .
  د بلخ ولايت سيمه ييز مسوولين وايي چې د څيړنې په مقصد هيئت د خلم او شولګرې ولسواليو ته استول شوى او له دقيقي څيړنې وروسته به بشرې مرستې دغو سيمو ته وليږل شي .
   ختم_ ج – اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.