20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : ددښمن داټکل پرخلاف...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د لرخواب له سيلا ځپلوسره مرسته کيږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پلخمري  \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه :
د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په لرخواب دره کې د سيلاوونو د  راوتلو له امله يو تن  ووژل شو او خلکو ته مالي تاوانونه هم اوښتي دي.
د دوشي ولسوال صاحبداد غفوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هغو سيلاوونو د راوتلو له امله چې پرون له غرمې وروسته د دوشي ولسوالۍ د کيله ګي د لرخواب له سيمې څخه را ووتل، يو تن ووژل شو او د استوګنې يوشپيته کورونه ويجاړ او پنځه اوويا څاروي له منځه تللي دي.
د بغلان ولايت له پيښو سره د مبارزې رئيس نصير کهزاد د دغه خبر په تائيدولو سره  وويل: د لرخواب سيمې ته د رسيدلو زيانونو د تثبيتولو په مقصد د سروې يو هيئت استول شوى چې له زيانمنو شويو کسانو سره مرستي وکړي.
پاى\ ع\  ذ

 

Last modified on Monday, 21 May 2018 04:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.