14 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هرات د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا په اړوند خبرې وشوې

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د ملکي هوايي چلند د خپلواکې...

په فراه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : دوه تنه وسله وال طالبان پرون...

په بغلان کې اعتراضونه پاى ته ورسيدل

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د بغلان د زاړه ښار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړيږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه :
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئيس قضاوتپوه مولوي قيام الدين کشاف  نن  په داسې حال کې چې د دغې شورا يو شمېرغړي هم حاضر وو؛ په  کابل کې د اسلامي همکاريو د سازمان  له سفير حسين بتسالي سره وکتل.
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د عالمانو شورا رئيس د افغانستان، اندونيزيا او پاکستان د عالمانو د درې اړخيز کنفرانس په باب چې تېره اوونۍ د اندونيزيا د بوګور په ښارکې جوړ شو، خبرې وکړې او هغه يې د افغانستان د روانو ستونزو د حل لپاره  يو مهم ګام وباله او دغه راز د اسلامي نړۍ دعالمانو دکنفرانس په باب چې ټاکل شوې ده د روان کال د جولاى په مياشت کې د اسلامي همکاريو د سازمان له خوا په سعودي عربستان کې جوړ شي؛ خبرې وکړې او دغه سفير ته يې لازمې سلامشورې ورکړې او د دغه کنفرانس جوړول يې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامينولو په لاره کې مهم او حياتي کار وباله.
وروسته په کابل کې د اسلامي همکاريو د سازمان سفير يو ځل بيا په اندونيزيا کې د عالمانو د درې اړخيز کنفرانس له اعلاميې سره خپل ملاتړ څرګند کړ او هغه يې د افغانستان لپاره يو ستر برياليتوب وباله.
دغه راز ده د اسلامي نړۍ د عالمانو د کنفرانس د جوړولو لپاره د تياريو په باب معلومات ورکړل او د هغه د جوړولو لپاره يې د دغه سازمان بشپړه همکاري  څرګنده کړه.
پاى \ ج\  ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.