24 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کندز ولايت کې دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه پرمخ ځي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي دويمه :
٣٨٠٠٠ تنه کندزيان تذکرې  ترلاسه کړي دي چې زياتره يې ښځې دي .
دغه ټکى  دکندز ولايت دوګړو داحوالو دثبت دادارې مسوول او سرپرست  روح الله  قريشي  له باختراژانس سره په مرکه کې وويل او زياته يې کړه چې په کندز ولايت کې همدا اوس دورقې تذکرو  دويشلو ٢٨٠٠٠مرکزونه فعال دي او خلک دانتخاباتو په بهير کې  دنوم ليکنې په خاطر لومړى دغه مرکز ته مراجعه کوي .
  قريشي زياته کړه چې دورقې تذکرو  ويشل په انتخاباتو کې دتقلب دمخنيوي لپاره ګټور  دى او تراوسه پورې مشکوک موارد ترسترګو شوې نه دي .
ويل کيږي  ددغه بهير  له پيل څخه تراوسه پورې  دکندز  څه ناڅه ٣٨٠٠٠ تنه اوسيدونکي  چې زياتره يې ښځې دي ورقې تذکرې ترلاسه کړې دي .
  خبرځاى زياته کړه  چې دورقې تذکرو ويش  ددغه ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو کې  دوام لري .
  ختم- عطاالله _ اکرم

Last modified on Wednesday, 23 May 2018 10:49

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.