18 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نوې ټاکنې

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٥نيټه : د سترې محکمې په وړانديز او د...

يونسکو په نشراتي برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره همکاري کوي

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٥نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو...

د جګړې په شرايطو او بيړنيو حالاتوکې د ښځو د ساتنې د پاليسۍ مسوده برابره شوه

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٥نيټه : د ښځو چارو وزارت په جنګي شرايطو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دلوګر خلکو د١٥ښوونځيو دودانيو د جوړولو لپاره ځمکه ورکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٣نيټه :
دلوګرولايت دازرې ولسوالۍ  خلکو پرون د ١٥ښوونځيو دودانيو د جوړولو
لپاره ځمکه ورکړه .
دلوګرولايت دپوهنې درياست وياند  شاهپور عرب باختراژانس ته وويل
چې دازرې ولسوالۍ قومي مشرانو اوخلکو  په ډله ييز ډول خپل پنځلس جريبه شخصي ځمکه په دغې ولسوالۍ کې دپنځلسو ښوونځيو دودانيو  د جوړولو لپاره ورکړه .
ده زياته کړه  چې په دغو ځمکو کې دپوهنې د وزارت له خوا  دنجونو او هلکانو لپاره ديوې ديني مدرسې ، څلورو ليسو ، دوه منځنيو ښوونځيو او داتو  لومړنيو ښوونځيو ودانۍ جوړيږي.
ديادونې وړده چې دوه کاله مخکې هم دازرې ولسوالۍ اوسيدونکو  په ګډه  داتو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو لپاره خپله ٢٢ جريبه شخصي ځمکه په وړيا ډول دپوهنې  رياست  په واک کې ورکړې وه .
پاى \ج\  ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.