په پروان کې دافغانستان دعالمانو داسلامي دعوت ولايتي دفتر جوړشو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٣نيټه :
دافغانستان دعالمانو داسلامي دعوت دبنسټ  ولايتي دفتر نن په رسمي
ډول  په چاريکارو ښارکې پرانستل شو.
دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ په هغې غونډه  چې په همدې مناسبت   په چاريکارو ښارکې جوړه شوې وه دپروان والي فضل الدين عيار  دديني عالمانو ترمنځ دستونزو او اختلافونو دحل کولو په لاره کې ددغه دفتر جوړول اغيزمن وبلل او زياته يې کړه چې  دغه دفتر  د اخوت او ورولۍ دفضا  په رامنځته کولو کې ښه رول ترسره کړي .
وروسته دبنسټ رئيس عبدالهادي  هدايت   دغه دفتر  دعالمانو داختلافونو   دله منځه وړولو او ديو اوبل  دمنلو لپاره  يو ښه ادرس وباله .
پاى \ ج\ ذ

back to top