په سرپل کې د پنځوسوکورنیو بریښنا تامینې شوې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باخترد اغبرګولې ۲۳
په سرپل ولایت کې د یوه ترانسفارمرپه درولوسره  پنځوسوکورنیو د بریښنا له روښنايی څخه برخمنې شوې .
د باختراژانس د خبریال د خبرله مخې : د سرپل ولایت د بریښنا شرکت ريیس انجنیرحلال الدین نوري وویل چې دغه ترانسفارمرد ۶۳ کیلو واټو په ظرفیت ددغه شرکت له پرامختیایی بودجې څخه د دوو ملیونوافغانیو په لګښت ودرول شواو ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
د سرپل ولایت د بریښنا شرکت ريیس وویل چې د دغه ولایت د مرکزپه سید اباد کلي کې ددغه ترانسفارمرپه درولوسره پنځوسوکورنیو د بریښنا له روښنايي څخه برخمنې شوې  .
ده ددغه ښار دبریښنا ریاست  ودانې ته څیرمه په دوو پوړونوکې دیوه ودانۍ د جوړولوخبرورکړاو ویې ویل چې دغه ودانۍ  داتو خونو او د نوروضروري ملحقاتوظرفیت لري او ددغه شرکت له پرمختیایی بودجې څځه د اتوملیونوافغانیوپه لګښت په یوه کال کې جوړیږي
ختم ع

Last modified on Wednesday, 13 June 2018 10:22
back to top