په بدخشان کې څه دپاسه ١٤کيلومتره سړک بيارغاول کيږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٣نيټه :
د بدخشان ولايت ددرايم ولسوالۍ د شهرصفا دسړک دبيارغاوني کار نن پيل شو .د بدخشان ولايت  دکليود بيا جوړولو اوپراختيا رياست د کليوالي  لارو   جوړولو رئيس انجينر نادرشاه  شحنه د باختر آژانس خبريال ته  وويل ؛ ددرايم ولسوالۍ مرکز د شهر صفا سړک  دڅه دپاسه ١٤ کيلومترو په اوږدوالي اوڅلورنيم مترو  په   سور   د٨٦ ميليونو افغانيو  په   لګښت  دکليوالي لارو جوړولو له بودجې څخه  ديوه کال په بهيرکې جوړيږي.
ده زياته کړه  ددغه سړک  دجوړولو په تګلوري کې ٩٠ پلګوټي ،استنادي ديوالونه او ويالې   جوړول شامل دي .
ده وويل ؛ ددغه سړک په جوړيدوسره  ١٢کلي د ولسوالۍ  له مرکز  سره نښلول کېږي  چې د دغه سړک  په بشپړيدو  سره  ٢٢٦٣٠  تنه په  مستقيم ډول  او ٣٠ زره تنه نور په غيرمستقمې ډول  له دغه تګلوري څخه استفاده وکړي .
پاى\ ذکرالله\


 

Last modified on Wednesday, 13 June 2018 10:21
back to top