16 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د بېلابېلو دولتي ادارو...

  په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د نيمروز خلکو د...

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د ترينکوټ _ دهراوود...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ميدان وردګو ولايت کې د دوه سوه کورنيو لپاره د څښاک اوبه برابريږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ميدان ښار\ باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٩نيټه :         
په ميدان وردګو ولايت کې پرون د څښاک د اوبو د يوې شبکې د جوړولو کار  پيل شو .
دغه شبکه دڅه ناڅه درې ميليونه سل زرو افغانيو په لګښت د چک ولسوالۍ په هغې سيمه کې چې اوسيدونکې يې د څښاک د اوبو له زيات کمښت سره مخامخ دي؛ جوړيږي .
د دغي شبکې په جوړيدوسره څه ناڅه دوه سوه کورنۍ د څښاک په  اوبو لاسرسۍ پيدا کوي.
د ميدان وردګو ولايت د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا رئيس خالد رحماني  د باختر آژانس خبريال ته  وويل:  دغه شبکه د  ژوروڅاګانوپه کيندلو سره کورونو ته د څښاک اوبه ليږدوي.
رحماني  وايي  چې د څښاک د اوبو په دغې پروژې  څه ناڅه  درې ميليونه سل زره افغانۍ لګيږي چې دغه پيسې په سلوکې لس د خلکو په ونډې سره د کليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت  له خوا تامييږي .             
د چک ولسوالۍ اوسيدونکي د دغې شبکې له جوړيدو څخه هرکلى وکړ او ويې ويل  چې  دوى به د دغې پروژې د ساتنې او د ا منيت د تامينولوپه برخه له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونکړي.
پاى \ ذکرالله\

Last modified on Tuesday, 19 June 2018 12:31

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.