23 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دانتخاباتو خپلواک کميسيون دګوټو دشميرنې دطرحې په باب څيړنې روانې دي .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : دانتخاباتو خپلواک کميسيون دروان...

په سرپل کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور دپنځو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : دسرپل پوليسو نن دنشه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

روزنيز پروګرام جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل \باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : د رهبر په توګه ښځينه خبريالانو ته روزنيز پروګرام په کابل کې د هېواد د ژورناليستانو او رسنيو په فدراسيون کې جوړ شو . د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د افغان ژورناليستو ښځو د ټولنې موسس او بنسټ ايښودونکې شفيقې حبيبي وويل چې د دغې ټولنې د غړو د ظرفيتونو د لوړولو لپاره دولسو تنو ښځينه خبريالانو ته يې د دريو مياشتو لپاره روزنيز پروګرام پيل کړى دى . دغه خبريالانې د رهبرې په توګه د هېواد د ژورناليستانو او رسنيو په فدراسيونوکې روزل کيږي چې د دغه پروګرام له پاى ته رسيدو وروسته د رهبرو ميرمنو او ځوانو ژورناليستانو په توګه د افغانستان د رسنيو او ژورناليستانو د فدراسيون په راتلوونکي کې فعال رول ولري. د دغه پروګرام يوه برخه واله وايي: دا يو ډير اغيزمن پروګرام دى چې ما پکې ګډون کړى دى، ځکه د ښځو د رهبرۍ لپاره مهم رول لوبوي. دغه روزنيز پروګرام د انټرنيوز دفتر په مالي مرسته د دريو مياشتو لپاره پيل شوى دى. پاى \ ج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.