22 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په باميانوکې د اوبو يو بند ګټې اخستنې ته وسپارل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ څلورمه :
د باميانو ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې پرون د اوبو يو بند ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
د باميانو ولايت د کرنې رييس عبدالوهاب محمدي باختر آژانس ته وويل چې د اوبو دغه بند د هندوستان هېواد په مالي مرسته د دغه ولايت د يکاولنګ ولسوالۍ په زرد ګياه کلي کې د  ١٨ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شو چې د ديرشو زرو مکعب مترو اوبو ظرفيت لري .
  د دغه بند د پرانستلو په غونډه کې چې ملکي او پوځي مسوولينو پکې شتون درلود؛ د باميانو والي محمد طاهر  زهير  وويل چې د باميانو سيمه ييزه اداره په ټول جديت او توان سره د کورنيو د ژوندانه دحالت  د ښه والي او د باميانو د بې وزلو خلکو دکمښت په برخوکې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، روغتيا، ښوونې او روزنې او د کليو د پراختيا په برخوکې ګټور او اساسي پروګرامونه ترلاس لاندې لري .
  ختم- عطاالله – اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.