19 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ۱۱۵۵ډالرو وړاندې کيږي

کابل\باختر\ د وږي د مياشتې۲۶ په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

یو سلو اویا زره تنه په دایکنډي کې نوم لیکنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردچنګاښ ۲۰
د دایکنډي د انتخاباتو کمیسیون مسولان وایي چې په دغه ولایت کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پای ته رسیدلی او په دغه ولایت کې ۱۷۰ زره تنه نوم لیکنه وکړه.
د باختر آژانس د خبریال د خبر له مخې :
د دایکنډي د انتخاباتو د کمیسیون رییس قاسم قسیم وویل: د نوم لیکنې د دریو پړاوونوپه بهیرکې ۱۷۰ زره تنه نوم لیکنه وکړه چې په سلوکې ۵۵ تنه ګډون کوونکي ښځې دي.
ده زیاته کړه ، سره له دې چې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې وخت پای ته رسیدلی دی، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هلې ځلې کوي چې د سیارو ګروپونوپه جوړولو سره وکولای شي هغه کسان چې د نوم لیکنې له بهیر څخه پاتې دي، د نوم لیکنې زمینه ورته برابره کړي.
ده زیاته کړه: په دایکنډي کې د انتخاباتو د کمیسیون د شمېرونو له مخې له شلوزروتنو څخه زیات کسان د نوم لیکنې له بهیر څخه پاتې دي.
ختم ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.