20 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : د افغانستان د اسلامي...

په فراه کې دوسله والوطالبانو دډلې يو مرکز له منځه يوړل شو

په فراه کې دوسله والوطالبانو دډلې يو مرکز له منځه يوړل شو

دفراه ښار\باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : هوايي ځواکونو تيره شپه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکترکمال سادات: د افغان محصلانو ټولنې دې د نړۍ د محصلانو له ټولنو سره اړيکې تامينې کړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې٢٠ نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات نن  د انتخاباتو په هغو مراسموکې چې د رڼا پوهنتون د محصلانو د ټولنې د رئيس د ټاکنې په خاطر پرځاى شوي و، ګډون وکړ.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين په دغو مراسموکې په خپلو خبروکې وويل چې د انتخاباتو له لارې د رڼا پوهنتون د محصلانو د ټولنې د رئيس ټاکنه به د محصلانو ترمنځ د زيات تحرک زمينه برابره کړي.
ده د محصلانو د ښو اړيکو او همغږيو په رامنځته کولوکې د محصلانو د ټولنو رول مهم وباله او زياته يې کړه چې بايد د محصلانو ټولنې، د محصلانو د ټولنې  له نړيوال فدراسيون سره اړيکې ولري.
د ځوانانو د چارو معين وويل چې دغه معينيت د ځوانانو د ټولنو ملاتړ کوي .
ده له دغې ټولنې څخه وغوښتل چې د محصلانو ترمنځ د سيمينارونو  او څيړنو  په برابرولوکې زياتې هلې ځلې وکړي .
د رڼا پوهنتون علمي مرستيال د دغه پوهنتون د محصلانو د ټولنې رول د محصلانو ترمنځ  د ښې همغږۍ د رامنځته کولو په لاره کې ارزښتناک وباله ويې ويل چې هلې ځلې کوي ترڅو د نورو پوهنتونونو د محصلانو له ټولنو سره د دغې ټولنې د اړيکو زمينه برابره کړي.
د دغې غونډې په پاى کې د رڼا پوهنتون د ستاينې لوحه د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات ته ورکړ شوه.
پاى \ ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.