20 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : د افغانستان د اسلامي...

په فراه کې دوسله والوطالبانو دډلې يو مرکز له منځه يوړل شو

په فراه کې دوسله والوطالبانو دډلې يو مرکز له منځه يوړل شو

دفراه ښار\باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : هوايي ځواکونو تيره شپه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سمنګانوکې يوې ميرمنې د مستوفي په توګه په کارپيل وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې٢٠نيټه :
يوه ميرمن د لومړي ځل لپاره په سمنګانوکې د مستوفي په توګه په کار وګومارل  شوه.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
مطمئن چې نوې د سمنګانو ولايت د مستوفۍ په توګه ټاکل شوې ده، نن د دغې ادارې کارکوونکو ته ور وپيژندل شوه او په کار يې پيل وکړ .
د سمنګانو والي عبداللطيف ابراهيمي د مستوفي په توګه د هغې د ټاکنې له امله مبارکي وويله او له هغې څخه يې وغوښتل چې د دولت د عوايدو په لوړلو  او د قانون په رعايتولوکې ښه کار وکړي چې زياتې پرمختيايي پروژې په دغه ولايت کې تطبيقې او عملي شي.
مطمئن د بلخ پوهنتون د اقتصاد له پوهنځې څخه د ليسانس په سويه فارغه شوې او خپله ماستري يې د عامه ادارې په برخه کې بشپړه کړې او د آزادې سيالۍ له لارې په دې پست کې ټاکل شوې ده  .
ويل کيږي  چې څلور ميرمنې  دسمنګانو، دايکنډي،  ميدان وردګو او د کابل په ولايتونوکې د جمهوري رياست د حکم له مخې د مستوفيانې په توګه ټاکلې شوې دي .
پاى \ج\ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.